انګلستان د کوويډ-۱۹ ضد واکسين کارونې اجازه ورکړه

انګلستان د نړۍ لومړنی هيواد شو چې د کرونا ويروس ضد واکسين ته يې اجازه ورکړه ترڅو پر انګليسانو وکارول شي.

Allergic reactions to the Pfizer/BioNtech vaccine are said to be incredibly rare.

Allergic reactions to the Pfizer/BioNtech vaccine are said to be incredibly rare. Source: Photonews

انګلستان د نړۍ لومړنی هيواد شو چې د فيزر او بايوټيک کمپنيو په لاس جوړ شوی د کرونا ويروس ضد واکسين پر خپل وګړو کاروي.

فيزر د امريکا او بايوټيک د جرمني کمپنی ده چې د کرونا ويروس ضد واکسين يې ۹۴ سلنه ګټور ثابت شوی.

د انګلستان حکومت وويل، د فيزر او بايوټيک واکسين ته يې اجازه ورکړه ترڅو راتلونکې اونۍ څخه پر عامو انګليسانو وکارول شي.

د انګلستان حکومت په اعلاميه کې راغلي، "حکومت د دردملو اداره کولو خپواکې ادارې په مشوره د فيزر او بايوټيک کمپنيو واکسين ته اجازه ورکړه ترڅو انګلستان کې استعمال شي."

"دا واکسين به راتلونکې اونۍ ټول انګلستان کې شتون ولري."

دا واکسين چې پر شاوخوا ۴۳۵۰۰  کسانو په شپږو هيوادونو کې ازمايل شوی پايلې يې ۹۴ سلنه مثبتې ريکارډ شوي او کومه جدي روغتيايي ستونزه يې نده رامينځته کړې.

انګلستان به ياد واکسين لومړيو کې پر زړو کسانو او روغتيا برخې کار کوونکو وکاروي.

 

 


شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now