Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس د نویو پېښو له ثبت وروسته ممکن محدودیتونه نور هم زیات شي

په تېرو ۲۴ ساعتونو‌ کې د کرونا وېروس ۴۲۸ نوې پېښې په وېکټوریا ایالت کې ثبت شوي دي.

Coronavirus
Source: AAP Image/EPA/WALLACE WOON

د آسټرالیا په وېکټوریا ایالت کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېرې یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې دي. د وېکټوریا ایالت مسولینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۴۲۸ نوې پېښې په دغه ایالت کې ثبت شوي. 

د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز خبریالانو ته ویلي چې په دغه ایالت کې دریو کسانو د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تر دې دمه په وېکټوریا ایالت کې له ۵ زره څخه زیات کسان په کرونا وېروس یا کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې شاوخوا ۲۵۰۰ ناروغ کسان بېرته ښه شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

په وېکټوریا ایالت کې د سلګونه نویو پېښو له ثبت وروسته ویل کېږي چې محدودویتونه ممکن نور هم زیات شي. اوسمهال د یاد ایالت په ملبورن ښار کې دریمه درجه محدودیتونه وضع شوي ترڅو د وېکټوریا ایالت نورو سیمو ته د کرونا وېروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

له وېکټوریا ایالت وروسته اوس په نیوساوت وېلز ایالت کې هم وضعیت

 د اندېښنې وړ بلل کېږي، مګر په تېرو ۲۴ ساعتونو‌ کې په دغه ایالت کې 

د کرونا وېروس ۸ نوې پېښې ثبت شوي.

په وېکټوریا ایالت کې د نویو پېښو له ثبت سره په ټوله آسټرالیا کې

 د اخته کسانو شمېرې ۱۱۲۳۳ ته رسېدلې او تر دې مهاله ۱۱۶  کسانو‌

د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. 


د ملبورن ښار اوسېدونکي اوسمهال يواځې د ضروري کارونو لپاره له خپل کور څخه بهر وتلی شي. د بېلګې په توګه د کار، زده کړو، ورزش، د نورو ساتنې او يا ضروري توکو اخيستلو په موخه.

اسټراليا کې خلک بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله ولري. داچې تاسې په خپلو ايالتونو کې په څومره شمير راټوليدلی شئ خپل ايالت په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

که چيرې زکام ته ورته نښې په ځان کې ګورئ نو کور کې پاتې شئ او خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ ترڅو د کرونا ويروس لپاره تاسو ته معاينه برابره کړي، تاسې ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميرې ته هم زنګ وهلی شئ.

تاسې کولی شئ په ۶۳ ژبو معلومات له sbs.com.au/coronavirus څخه ترلاسه کولی شئ.

د ملبورن ښار دولتي اپارتمانو اوسيدونکي که د مرستې اړتيا لري نو ۱۸۰۰۹۶۱۰۵۴ شميرې ته دې زنګ ووهي او که ژباړونکي يا ترجمان ته اړتيا وي نو ۱۳۱۴۵۰ شميرې ته زنګ وهلی شي.

دا دواړي ځايونه ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now