د ترهگرۍ ضد پولیسو د سیډني پر کلیسا له برید وروسته د سیډني پر ګڼو ملکیتونو چاپې وهلې دي

د نیو ساوت وېلز ایالت د ترهګرۍ ضد ګډې ډلې افسرانو په سیډني کې د لټون امرونه پلي کړي.

A man wearing a police jacket

The counter-terrorism squad is made up of state and federal police, as well as officials from ASIO and the NSW Crime Commission. Source: Supplied / Australian Federal Police

د ترهګرۍ ضد پولیسو یوه اوونۍ وروسته له هغه چې د سیډني په یوې کلیسا کې د ژوندنۍ ټلویزیوني خپرونې پرمهال بشپ په چړې ووهل شو، د دغه ښار پر ګڼو ملکیتونو چاپې وهلې دي.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي: "د عامه خوندیتوب لپاره اوسمهال کوم ګواښ شتون نلري او دا د انزک ورځې له مراسمو سره هېڅ تړاو نلري."

پولیسو ویلي، د دغو چاپو په اړه لا ډېر معلومات به وروسته شریک کړي.

د تروریزم ضد ډله له ایالتي او فدرالي پولیسو او همدارنګه د آسټرالیا د استخباراتي ادارې (ASIO) او د نیو ساوت وېلز د جرمونو کمیسیون له مامورینو څخه جوړه شوې ده.

د لټون دغه امرونه د سیډني په یوې کلیسا کې د چړې له برید وروسته چې یو ۱۶ کلن هلک په کې تورن دی، عملي کېږي.

شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: AAP




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service