- په آسټرالیا کې د ۵ او ۱۱ کلونو ترمنځ ماشومان اوس کولای شي د کرونا وېروس واکسین ترلاسه کړي.
- د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن اعلان کړی چې د نوې تګلارې پر اساس هغه کسان چې په کرونا ویروس له اخته شخص سره نږدې پاتې شوی اوسي، مګر په یوه مهمه برخه کې کار کوي، د کرونا واکسین یې ترلاسه کړی اوسي او نښې نښانې نلري، کولای شي بېرته خپل کار ته ستون شي.
- په کوینزلنډ ایالت کې ماشومان د جنورۍ د ۲۴ نېټې پرځای د فبرورۍ په ۷ نېټه کار ته ستانه کېږي.
- په نیو ساوت ویلز ایالت کې ۲۰۳۰ کسان په روغتون کې دي.
- په وېکټوریا ایالت په روغتونونو کې د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر له ۷۵۲ کسانو څخه ۸۱۸ کسانو ته رسېدلی دی.
- په کوینزلنډ ایالت کې ۴۱۹ کسان په روغتونونو کې بستري دي او ۲۱ کسان تر جدې څار لاندې دي.
- د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولي اعلان کړی چې د دغه ایالت په ځینو کاري برخو کې به د کرونا وېروس دریم ډوز ترلاسه کول جبري شي.
- د نیو ساوت ویلز ایالت حکومت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې به د عاجل انتي جن ټست پایلې هم د سرویس نیوساوت ویلز اپ له لارې ثبت شي.
د کرونا وېروس شمېرې:
- په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۲۰۲۹۳ نوې پېښې ثبت شوي او ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳۴۸۰۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۲ نویو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۹۵۸۱ نوې پېښې ثبت شوي چې په دغو شمېرو کې Rapid Antigen Test د معاینې پاېلې هم شاملې دي.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

