کابل کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو درې برخې روغتيا کار کوونکي او ډاکتران دي

کابل کې ځيني ډاکټران له ويرې خپل کلينيکونه تړلي او کورونو کې پټ دي.

An old man in Afghanistan is protecting himself from COVID-19

Source: NewIndiaExpress

افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمير چټکۍ سره لوړيدو حال کې دی.

کابل کې دا مهال نږدې ۱۰۰۰ کسان پر کرونا ويروس اخته دي ولې د اخته کسانو يو ډير شمير ډاکټران او د روغتيا برخې کار کوونکي جوړوي. 

د رويټرز خبري شبکې له چارواکو او ځينو ډاکټرانو سره خبري کړي او رپوټ کې يې ويل شوي، افغانستان کې درې برخې اخته کسان د روغتيا برخې کار کوونکي جوړوي او دا حالت لا ډير روښانه کوي چې دا جنګ ځپلی هيواد له کرونا وبا سره مبارزې برخه کې له سترو ننګونو سره مخ دی.

افغان چارواکي هم دا مني چې د روغتيا برخې کار کوونکي د ځان ساتنې اړين وسايلو له کمښت سره مخ دي او بله خوا د کويډ-۱۹ په اړه له نورو سره په وخت او سم معلومات نه شريک کيږي.

کابل کې د سلګونو ډاکټرانو پر کرونا ويرس اخته کيدو ځيني نور ډاکټران دې ته اړ کړي ترڅو خپل کلينيکونه وتړي او کور کې ځانونه بند کړي. دا پداسې حال کې ده چې د نړۍ هيوادونه کوښښ کوي ترڅو ټول ډاکټران او روغتيا برخې کار کوونکي په کارونو وګوماري ترڅو د کرونا ويروس وبا سره مبارزه وکړای شي او د روغتيا سيسټم له ډير بوج له وجې له مينځه لاړ نشي.

افغانستان د نړۍ هغه ډله هيوادو کې ځای لري چېرې چې په لږ شمير خلک کرونا ويروس لپاره معاينه کيږي، د معاينه کولو لږ شمير توکي لرل ددې باعث شوي چې ډير شمير افغانان چې د کويډ-۱۹ ټولې نښې ځان کې لري نه معاينه کيږي.

دا مهال افغانستان کې ۳۵۶۳ کسان پر کرونا ويروس اخته دي او بيا يوازې کابل کې نږدې ۱۰۰۰ کسان پر ياد ويروس اخته شوي چې له هغو څخه ۳۴۶ ډاکټران او روغتيا برخې کار کوونکي دي.

د افغانستان حکومت رسمي شميرو له مخه تر دې دمه ۱۰۶ کسان د کويډ۱۹ ويروس وژلي ولې يوې سرچينې رويټرز خبري شبکې ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، د کويډ ۱۹ له مله تيره مياشت ۱۳ ډاکټرانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ډاکټرانو لپاره غوره ده ترڅو خپل کورونو کې کيني.

ځيني ډاکټران وايي، دوی خپل کلينيکونه تړلي. د ډاکټرانو لخوا د نه کار کولو پريکړه د افغانستان روغتيا سيسټم له لا ډير ستونزو سره مخ کولی شي.

کابل کې يو ډاکټر رويټرز ته ويلي، ما پريکړه وکړه چې دوو مياشتو لپاره خپل کلينيک وتړم او ډيرو نورو ډاکټرانو هم ورته کړ او حتی اميندوارو ښځو ته ويل شوي چې ځانته قابله پيدا کړي او روغتون ته دې نه راځي.

۲۰۱۹ کال رپوټ له مخه افغانستان شاوخوا ۳۷ ميليونه نفوس لري او ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۷۲ روغتونونه شتون لري، يعنې هرو ۱۰،۰۰۰ کسانو پر سر يوازې ۴ ډاکټران رسيږي.

هغو ډاکټرانو چې يادې شبکې سره خبرې کړي ويلي دي، د حکومت لخوا ورته اړين او په وخت معلومات نه رسيږي، حالت بد دی نو ځکه دوی خپلو کورونو کې دي او کار نه کوي.

افغان حکومت وايي، خپل توان سره روغتيا برخې کار کوونکو ته وسايل ورکوي او هم ورته اړين معلومات رسوي.

د افغانستان روغتيا وزير فيروزالدين فيروز هم پر کرونا ويروس مبتلا شوی.

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service