په تېرو څو میاشتو کې روغتیایي چارواکو دا خبره کوله چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر مهال خلک تبه، ټوخۍ او تنفسي ستونزې لري. همدا راز ناروغ کس کېدای شي د ستوني درد ولري او ستړیا احساس هم وکړي.
وروستیو څو اونیو کې په اسټرالیا، جاپان، آیسلینډ او چین کې د څېړنو پرمهال داسې پېښې موندل شوي چې ناروغ کس د کرونا وېروس هېڅ نښې نلري.
په چېن کې د یوې څېړنې پر مهال موندل شوي چې د ۷۸ کسانو له ډلې څخه شاوخوا ۴۲ سلنه کسانو د کرونا وېروس هېڅ نښې نه درلودې خو په کرونا وېروس اخته و.
د کرونا وېروس د نښو له معلومېدلو مخکې مرحله کومې دورې ته وايي؟ او له نښو پرته د وېروس انتقال څه معنی لري؟
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کرونا وېروس د نښو له معلومېدلو مخکې مرحله هغې دورې ته وايي چې یو کس په کرونا وېروس اخته شوی اوسي خو تر اوسه د کرونا وېروس نښې نښانې نلري. په دغې دورې کې اخته شوی کس کولای شي د کرونا وېروس نورو ته انتقال کړي.
مګر له نښونښانو پرته د کوویډ-۱۹ ناروغي دا معنی لري چې ناروِغ څو ورځې وروسته هم نښې نښانې نلري خو که چېرې معاینه شي نو نتیجه یې مثبته یي او وېروس نورو ته انتقالېدای شي.
کارپوهان د وروستیو مطالعاتو په اړه څه فکر کوي؟
د بایو سیکیورټي پروګرام مشره پروفیسوره رینا ماکینتریروايي، شواهد ښيي چې د کووېډ - ۱۹ ناروغان کېدای شي د نښونښانو له درلودلو مخکې په کرونا اخته وي او یا هم له اخته کېدو وروسته د کرونا وېروس نښې ونلري.
نوموړې وايي ، د لوی عمر لرونکو په مرکز کې د څېړنو پرمهال موندل شوي چې له ۵۰ سلنه څخه زیات ناروغان په کرونا وېروس اخته و مګر هېڅ نښې یې نه درلودې.
سنجیا سینانااییک د آسټرلیا د ملي پوهنتون کې د ساري ناروغیو د څانګې متخصص دی. نوموړی په چین کې هغې مطالعې ته اشاره کوي چېرې چې لیکوالان دې پایلې ته رسیدلي چې په کرونا وېروس هغه اخته ناروغان چې نښې نلري ممکن ځان له نورو څخه جلا نکړي، مګر دوی دې ته کتنه نده کړې چې آیا له نښو ښانو پرته ناروغان د کرونا وېروس نورو ته انتقال کړی او که نه .
د آیسلنډ هېواد ۵۰ سلنه داسې مثبت پیښې موندلي چې ناروغ هېڅ نښې نه درلودلې، شاوخوا ۳۰ سلنه ناروغ کسان په جاپان کې او په چین کې د یوې څېړنې پرمهال موندل شوي چې ۸۰ سلنه د کرونا ناروغانو هېڅ نښې نه درلودلې.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus