د Financial Review خبري شبکې رپوت له مخه د اسټراليا ملي پوهنتون استاد له خولې ليکل شوي، کرونا وايروس اسټراليا کې 100,000 کسان وژلی شي.
اسټراليايي اقتصاد پوهانو له نظره ويل شوي که چيرې ټوله نړۍ کې د کرونا وايروس وبايي حالت غوره کړي نو دا کولی شي په نړۍ کې ۶۸ ميليونه کسان ووژني.
پروفيسر واوريک د اسټراليا ملي پوهنتون (Australian National University) کې استاد دی.
د ښاغلي واوريک اټکل له مخه وبايي حالت سره ۱۰۰،۰۰۰ اسټراليايان هم خپل ژوند له لاسه ورکولی شي.
ښاغلی مککيبين اقتصادي څيړنې له مخه وړاندوينه کوي او وايي که چيرې کرونا وايروس وبايي شي نو د نړۍ اقتصاد ته ستر تاوان رسولو ترڅنګ به اسټراليا په لومړي کال کې له ۴ څخه تر ۱۰۳ ميلياردو ډالرو له اقتصادي تاوان سره مخ شي.

Source: AAP Image/Alan Porritt
پروفيسر مککيبين او روزن فرناندو چې دواړه د اسټراليا نيشنل پوهنتون کې اقتصاد پوهان دي، د کرونا وايروس وبايي حالت اوه سناريو ته کتنه کړې، چې له هغو څخه ځينو پخوانيو وبايي پيښو ته هم کتنه شوې کوم چې نړۍ له ستر سر خوږي سره مخ کړې وه.
يو يې په ۲۰۰۳ کال کې د سارس بيماري وه او بله يې په کال ۱۹۱۸ کې په هسپانيه هيواد کې د زکام وژونکې ناروغي پيدا کيدل چې بيا د نړۍ ګڼ شمير هيوادو ته خپره شوه او وبايي حالت يې غوره کړ. د هسپانيه زکام بيماري شاوخوا ۵۰ ميليونه انسانان ووژل.
د يادو دوو پوهنتون استادانو اټکل له مخه که چيرې د کرونا وايروس وبايي حالت غوره کړي( چې ډير اټکل کيږي چې همداسې وشي) نو نړۍ کې به له ۱۵ څخه تر ۶۸ ميليونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي چې پدو کې به ۲۱ څخه تر ۹۶ زره اسټراليايان هم شامله وي.
بله خوا د زکام بيماري چې يو له وژونکو بيمارو ګڼل کيږي هر کال په اسټراليا کې تر ۳۵۰۰ کسان وژني او له يادې بيمارۍ څخه ۱۸ کسان په روغتونو کې بستر کيږي او شاوخوا ۳۰۰ زره نور بيا يادې بيمارۍ لپاره ډاکټران ګوري.
د کرونا وايروس درملنې يا واکسين لپاره د نړۍ سترو او پر مختللو کلينيکونو کې ازموينې روانې دي ترڅو يادې بيمارۍ لپاره ژر واکيسن رامينځته کړي ولې لا اوس داسې نه بريښي چې لنډ وخت کې به داسې يو واکسين رامينځته شي کوم چې پر انسانانو ازمويل شوی وي او بل ټولو هغو هيوادو ته ورسيږي کوم چې تر دې دمه کرونا وايروس ډير ځپلي.
ولې تر هغه چې کرونا وايروس لپاره واکسين پيدا شي د نړۍ اقتصاد چې لا دمخه ښه حالت کې ندی له نورو سترو ننګونو سره به مخ وي.
کرونا وايروس تر دې دمه ۳۳۰۰ کسان وژلي او ۹۵،۰۰۰ نور پر ياد وايروس مبتلا دي.
د کرونا وايروس پيښې نږدې ۹۰ هيوادو کې تائيد شوي.
له چين څخه بهر تر ټولو ډير ځپل شوی هيوادونه ايټاليا او ايران دي.
ايټاليا کې ۱۰۷ کسان وژل شوي او ۳۰۸۹ کسان پر کرونا وايروس مبتلا دي بله خوا بيا ايران کې د ۷۷ کسانو مړينې خبر ورکړل شوی او شاوخا ۳۰۰۰ نور پر ياد وايروس مبتلا دي.
اسټراليا کې د کرونا وايروس پيښې په ډيريدو دي او تر دې دمه له ياد وايروس څخه ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۶۰ ډير پر ياد وايروس مبتلا دي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن اعلان وکړ چې د کرونا وايروس سره مبارزې لپاره يې ۱ ميليارد ډالر ځانګړي کړي.
بله خوا امريکا کې تر دې دمه ياد وايروس ۱۲ کسان وژلي او امريکا کې د کرونا مبارزې لپاره يې ۸.۳ ميلياردو ډالرو بوديجه ځانګړې کړې.
د اسټراليا سيدني ښار کې دوه پيښو انديښنې راپارولي، يو د زړو کسانو ساتنې يو مرکز کې کرونا وايروس تائيد شوی او بل په يو ښوونځي کې هم د کرونا وايروس پيښه تائيد شوی.