- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس شاوخوا ۳۷ زره او په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس نږدې ۲۷ زره نوې پېښې ثبت شوي.
- د سیډني د ویلاووډ د مهاجرو په توقیف ځای کې د کرونا ویروس ۶ مثبت پيښې ثبت شوي دي.
- په وېکټوریا ایالت کې اوسمهال ۸۶۱ کسان په روغتونونو کې بستر دي او ۱۱۷ کسان تر جدي درملنې لاندې دي.
- د وېکټوریا ایالت مشر ډنیل انډریوز وايي د روغتونونو ۳۹۹۲ کسان د کرونا ویروس له امله نشي کولای خپلو کارونو ته ستانه شي.
- د معلولینو د حقونو پلویان له فدرالي حکومت څخه غواړي ترڅو د معلولو کسانو کورنیو او ساتونکو ته د چټکې آزموینې وسایل او ماسکونه په وړیا توګه ورکړي.
د کرونا وېروس شمېرې:
- په نیو ساوت ویلز ایالت کې د کرونا ویروس ۲۵ زره او ۸۷۰ نوې پيښې ثبت شوي او ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
- په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳۷ زره او ۹۹۴ نوې پېښې ثبت شوي او ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
- په کوینزلنډ ایالت کې ۲۰ زره ۵۶۶ نوې پېښې ثبت شوي او یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.
- په تزمانیا کې د کرونا وېروس ۱۳۷۹ پېښې ثبت شوي.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

