مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې ډیر اخته کسان له ۴۰ کلونو کم عمرونه لري
- د وېکټوریا ایالت مشر غواړي ډېر خلک معاینه شي
- د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا ۱۷ نوې پېښې ثبت شوي
- د آسټرالیا په شمالي سیمه کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې
نیو ساوت ویلز
د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۴۵۲ نوې پېښې ثبت شوي او یوې ۷۰ کلنې ښځې د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اخته کسانو له ډلې څخه ۵۰ کسان پداسې حال کې چې اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
.د سیډني ښار هغو ۱۲ سیمو ته چې زیات کسان په کې کرونا اخته دي ، د کرونا واکسین ۵۳۰ زره ډوزه ورکول کېږي
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده. نوموړې له هغو کسانو څخه چې تر ۷۰ کلونو ډېر عمرونه لري غوښتنه کوي ترڅو واکسین ترلاسه کړي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲۴ نوې پېښې ثبت شوي چې ۳ پیښې یې له پخوانیو سره تړاو نلري.
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي.
په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ:
https://www.coronavirus.vic.gov.au/vaccination-centres
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا ۱۷ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو اخته کسانو شمېر ۴۵ کسانو ته رسیدلی دی
- د آسټرالیا په شمالي سیمه کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې
- قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.NSW Travel & transport and QuarantineVIC Travel permit, Overseas travellers and QuarantineACT Transport and QuarantineNT Travel and QuarantineQLD Travel and QuarantineSA Travel and QuarantineTAS Travel and QuarantineWA Travel and Quarantineخبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
Appointment Reminder Tool.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروسد اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia TasmaniaNorthern Territory
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia Tasmania
Northern Territory

