مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۴۸۰ نوې پېښې ثبت شوي.
- له شیپرټن سیمې پرته د وېکټوریا په اطرافي سیمو کې محدودیتونه کم شوي.
- له راتلونکې میاشت څخه د آسټرالیا اوسېدونکو ته د کرونا واکسین پاسپورټ ورکول کېږي.
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د ۱۲ ټولګیو له زده کړیالانو د واکسین ترلاسه کولو غوښتنه شوې
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۱۴۸۰ نوې پيښې ثبت شوي او ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مړه شویو کسانو له ډلې څخه ۷ تنو واکسین نه وه ترلاسه کړی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي د دغه ایالت ۷۵ سلنه اوسېدونکو لږترلږه د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی دی او ۴۵ سلنه اوسېدونکو بیا د کرونا دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
وېکټوریا
ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۲۲۱ نوې پيښې ثبت شوي چې ۹۸ یې په پخوانیو پېښو سره تړاو لري.
په وېکټوریا ایالت کې تر دې دمه ۶۰ سلنه کسانو لږترلږه د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی. وروسته له هغه چې په وېکټوریا ایالت کې ۷۰ سلنه کسانو د کرونا لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړي، په ملبورن ښار کې به محدودیتونه کم شي.
. ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي. له دغې ډلې څخه ۹ پیښې له پخوانیو سره اړیکه لري.
د آسټرالیا مرکزي سیمه لومړنۍ سیمه ده چې له ۸۰ سلنه زیات داسې کسان په کې واکسین شوي چې له ۷۰ کلونو لوی عمرونه لري.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

