د کوويډ-۱۹ تازه معلومات: ويکټوريا ايالت د ريکارډ په کچه نوې پيښې ثبت کړې بله خوا د نيو ساوت ويلز لرې پرتو سيمو کې د نوو پيښو رامينځته کيدو خطر ډير شوی

نن د سپټمبر د مياشت ۲۵ نيټه ده او تاسو ته د کرونا ويروس تازه معلومات لرو.

the South Western Sydney Vaccination Centre, at Macquarie Fields

People are seen arriving at the South Western Sydney Vaccination Centre, at Macquarie Fields, Sydney, Friday, September 24, 2021. Source: AAP Image/Dan Himbrechts

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت لرې پرتو سيمو فاضله اوبو کې د کرونا ويروس موندل شوی.

ويکټوريا ايالت کې دا مهال ۷۶۱۱ نوې پيښې ريکارډ شوي.

پلازمينه کنبيرا کې د کرونا ويروس ۳۲ نوې پيښې ريکارډ کړي.


 

نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۰۰۷ نوې پيښې ريکارډ کړې چې له نوو پيښو څخه ۵۲۲ يې د نيو ساوت ويلز ايالت جنوب لوديځ او لويديځ کې ريکارډ شوي.

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ کسانو په ياد ايالت کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ياد ايالت لرې پرتو سيمو فاضله اوبو کې هم د کرونا ويروس موندل کيدو سره له لرې پرتو سيمو اوسيدونکو څخه غوښتل شوي ترڅو زکام ورته نښو لرلو سره دې د کرونا ويروس معاينه وکړي.

نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس ضد واکسين لپاره وخت اخيستلو لپاره دا ځای وګورئ.

ويکټوريا

ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۸۴۷ نوې پيښې ريکارډ کړې. د نوو پيښو ۷۹ سلن وګړو عمرونه ۵۰ کلونو څخه کم ښودل شوي.

ياده موده کې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ملبورن ښار اوسيدونکي به لا ډيره وخت انتظار وکړي ترڅو په محدوديتونو کې نرمښت راوستل شي.

که چيرې د همدې اونۍ تر پايه د ياد ايالت ۸۰ سلنه اوسيدونکي د کرونا ويروس ضد يو ډوز واکسين ترلاسه کړی وای په محدوديتونو کې نرمښت راوستل کيده ولې ۳.۷ سلنه کمښت شته چې تر اوسه دا هدف ندی ترلاسه شوی.

ويکټوريا ايالت کې د واکسينو مرکزونو په اړه معلومات دلته ترلاسه کړی.


 

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا نورو ايالتونو څخه د کرونا ويروس تازه معلومات

کوينزليند ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱ نوې مثبت پيښه ريکارډ کړې، بله خوا کنبيرا کي د کرونا ويروس ۳۲ نوې پيښې ريکارډ کړې.

قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania

Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania
Northern Territor

 


شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now