ويکټوريا ايالت کې په داسې حال کې ۲۱۸۹ نوې پيښې ريکارډ شوې چې ياد ايالت کې بنديزونه هم لرې شول.
د اسټراليا ملي هوايي شرکت د بهرنيو پروازونو ټاکل شوې نيټه يې رامخې ته کړه.
د اسټراليا لومړی وزير وايي، ډير ژر به سينګاپور سره د مسافرو قرنطين پرته سفرونو هوکړه وشي.
ويکټوريا
ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۱۸۹ نوې پيښې ثبت کړې، بله خوا همدې موده کې ۱۶ کسانو هم کوويډ-۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ويکټوريا ايالت چې د نړۍ يو له هغو ښارونو څخه دی چيرې چې کوويډ-۱۹ له امله ډير وخت لپاره بنديزونه لګول شوي اوس د نفوس ۷۰ سلنې دوه ډوزه واکسين ترلاسه کولو وروسته په محدوديتونو کې نرمښت راوستل شو.
دا شپږم ځل وه چې ياد ايالت کې بنديزونه لګول شوي ول.
پخوا اټکل داسې وه چې ياد ايالت به خپل د نفوس ۸۰ سلنه وګړي نومبر مياشت ۵ نيټه پورې بشپړ واکسين کړي ولې دا نيټه اوس يوه اونۍ مخې ته يعنې ۳۰ نومبر پورې به د ۸۰ سلنې هدف ترلاسه شي.
۸۰ سلنې بشپړ واکسين هدف ترلاسه کولو وروسته لا ډيرو محدوديتونو کې نرمښت راوستل کيږي.
ويکټوريا ايالت ته له نومبر لومړۍ نيټې وروسته له بهر څخه بشپړ واکسين شوي مسافر اړ ندي ترڅو هوټلونو کې قرنطين شي.
نن ويکټوريا ايالت کې واکسين اخيستلو لپاره لدې ځايه وخت واخلئ.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کوويډ-۱۹ ۳۴۵ نوې پيښې ثبت او د ۵ کسانو مړينه ثبت کړه.
له محدوديتونو لرې کولو وروسته تمه کيږي د نوو پيښو شمير کې د پام وړ ډيروالی راشي.
د اسټراليا ملي هوايي شرکت Qantas د نړيوالو پروازونو ژر پيلولو پريکړه وکړه او راتلونکې اونۍ څخه يې خپل کارکوونکو ته بيرته کار پيلولو غوښتنه کړې.
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، له سينګاپور سره قرنطين پرته سفر کولو هوکړه وروستيو مراحلو کې ده.
نيو ساوت ويلز ايالت کې واکسين اخيستلو لپاره لدې ځايه وخت واخلئ.
د اسټراليا پلازمينه (کنبيرا)
د اسټراليا پلازمينه کې ۸۴ سلنه وګړي دوه ډوزه واکسين شوي او بله خوا يادې سيمې ۱۳ نوې پيښې ريکارډ کړي.
کنبيرا کې د کوويډ-۱۹ واکسين ترلاسه کولو لپاره لدې ځايه وخت واخلئ.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

