کوويډ-۱۹ تازه معلومات: نيو ساوت ويلز ايالت نږدې ۳۰۰ نوې پيښې ثبت کړې او چارواکي واکسين کيدو باندې ټينګار کوي

نن د جمعې ورځ د اګيست د مياشت ۶ نيټه ده. د کرونا ويروس اړوند معلومات مو تاسو ته راټول کړي،

NSW COVID-19 update in Sydney. Friday, August 6, 2021.

The media surround NSW Premier Gladys Berejiklian at a press conference to provide a COVID-19 update in Sydney. Friday, August 6, 2021. Source: AAP Image/Mick Tsikas

نيو ساوت ويلز ايالت د روغتون عاجلې برخه کې د ناروغانو شمير په ډيريدو دی او ډيري روغتون ته وړل شوي ناروغان واکسين شوي ندي.

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس نوې پيښې ريکارډ شوې او اوس هم ټولنه کې په کرونا ويروس اخته کسانو تګ راتګ شتون لري.

کوينزليند ايالت کې ۳۰۰ درملتونو له ايالتي حکومت سره واکسين پلي کولو لپاره لاس يو کړ.


 

نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز ايالت کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۹۱ نوې پيښې ثبت شوي.

نوو پيښو څخه ۴۸ يې داسې مهال ټولنه کې تګ راتګ کړی چې دا کسان په کرونا ويروس اخته ول.

د سيدني ښار جنوب لويديځ کې يوه ۶۰ کلنه ميرمن کرونا ويروس له امله مړه شوې.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشره ګلاديس بريجيکليان نن خبريالانو ته وويل، Canterbury-Bankstown سيمه کې د پوليسو ګزمې او حضور ډيريٍږي.

د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا مشرې ډاکټرې کيري چانټ وويل، د روغتون عاجلې څانګه کې بسترو ۵۰ کسانو څخه ۴۴ يې ندي واکسين شوي او باقي نور يې بيا د کرونا واکسين يوازې يو ډوز ترلاسه کړی.

د نيو ساوت ويلز ايالت چارواکي له ټولو اوسيدونکو په کلکه غوښتنه کوي ترڅو دې واکسين شي. د واکسين کيلنيک ليست دلته موندلی شئ.

ويکټوريا

ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۶ نوې پيښې ريکارډ کړې.

د نن ورځ شپږو پيښو څخه ۲ پيښې پرون اعلان شوې وې.

ټولې نوې پيښې له پخوانيو پيښو سره تړاو لري ولې نوي اخته شوي کسان ناروغۍ دوران کې ځانونه نه وو قرنطين کړي.

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس پيښو ځايونو ليست لدې ځايه موندلی شئ.

کوينزليند

کوينزليند ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۰ نوې پيښې ريکارډ کړې. ټولې نوې پيښې له پخوانيو پيښو سره تړاو لري.

ياد ايالت کې ۳۳۰ درملتون يا دواخانې به واکسين ورکولو برخه کې له ايالتي حکومت سره مرسته وکړي.

د ياد ايالت روغتيا مشرې ډاکټرې جينيت يانګ وويل، تر اوسه معلومه نده چې ايا لګول شوي بنديزونه به د اګيست د مياشت پر ۸ نيټه لرې شي او که نه.


 

قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania

Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania
Northern Territory

 

 

 

 


شریکول

4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now