نيو ساوت ويلز ايالت کې پيښې په ډيريدو دي.
سيدني او ملبورن ښارونو کې د بنديزونو خلاف زرګونو کسانو لاريون وکړ.
ويکټوريا ايالت ټول نيو ساوت ويلز ايالت يې د کرونا ويروس خطر جدي سيمه ونوموله.
جنوبي اسټراليا لږو پيښو ثبت وروسته محدوديتونو کې نرمښت راولي.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز کې تر پرون شپې ۸ بجو پورې ۱۶۳ نوې پيښې ريکارډ شوې چې دا شمير د ډيلټا ويروس خپريدو وروسته تر ټولو ډير شمير ګڼل کيږي چې په ۲۴ ساعتونو کې ريکارډ کيږي.
نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو ۲۴۶ کسان د کرونا ويروس قوانينو څخه سرغړونې لپاره جريمه کړي.
جون مياشت راهيسې نيو ساوت ويلز ايالت کې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د نيو ساوت ويلز دوه نورې سيمې Cumberland او Blacktown د حکومت لخوا د ويروس خپريدو مرکزونه ګڼل شوي او پر يادو سيمو سخت بنديزونه لګول شوي.
له يادو سيمو څخه يوازې ضروري کاريګر نورو سيمو ته سفر کولی شي.
د کرونا ويروس پيښو ځايونو ليسټ لدې ځايه موندلی شئ.
ويکټوريا
ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس ۱۲ نوې پيښې ريکارډ ړې او له نوو پيښو څخه ۱۰ يې کورونو کې بند او يوازې ۲ يې ټولنې که تګ راتګ کړې.
د ويکټوريا ايالت مشر بريت ساتون ټول نيو ساوت ويلز ايالت يې د کرونا ويروس سر خطر ليسټ کې داخل کړ.
ويکټوريا ايالت کې به د کرونا ويروس بنديزون تر جولای مياشت ۲۷ نيټې پورې پر خپل ځای وي.
ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس پيښو د ځايونو ليسټ دلته موندلی شئ.
تيرو ۲۴ ساعتونو کې له ټول اسټراليا څخه د کرونا ويروس خبرونه
د جنوبي اسټراليا ايالت مشر سټيوين مارشل ووي، جنوبي ايالت د کرونا ويروس شته محدوديتونو لرې کولو پر لور روان دی او داسې بريښې چې راتلونکې سه شنبه به ياد ايالت کې بنديزونه لرې کيږي او ښوونځي به چهار شنبې څخه بيرته پيل شي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نيو ساوت ويلز ايالت ته د لا ډير فايزر واکسين ورکولو برخه کې کره ژمنه نده کړې.
د کرونا ويروس له امله رامينځته شوو محدوديتونو پر خلاف زرکونو کسانو په نيو ساوت ويلز او ملبورن کې لاريونونه وکړل.
کوويډ-۱۹ په اړ افسانې او ناسم معلومات
ځوانان د کرونا ويروس له امله ډيره نه ناروغه کيږي او د کرونا ويروس يوازې زاړه وژني.
حقيقت:
د کرونا ويروس زاړه او هم هغه کسان چې لا دمخه ناروغي لري هغوی ډير ناروغه کوي. ولې ياد ويروس ډير سامله ځوانان له خطر سره مخ کوي او هغوی وژني.
- قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.NSW Travel & transport and QuarantineVIC Travel permit, Overseas travellers and QuarantineACT Transport and QuarantineNT Travel and QuarantineQLD Travel and QuarantineSA Travel and QuarantineTAS Travel and QuarantineWA Travel and Quarantine
-
خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
Appointment Reminder Tool.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروسد اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia TasmaniaNorthern Territory
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia Tasmania
Northern Territory

