د کووېډ- ۱۹ تازه معلومات: په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا ۲۰۷ نوې پېښې ثبت شوې او په کوینزلنډ کې قرنطین تمدید شو

د ۲۰۲۱ کال، د آګسټ دویمه: په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Australian Defence Force personnel and NSW police are seen being deployed from Fairfield Police Station in Sydney, Monday, August 2, 2021.

Australian Defence Force personnel and NSW police are seen being deployed from Fairfield Police Station in Sydney, Monday, August 2, 2021. Source: AAP Image/Mick Tsikas

مهم ټکي:

  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې په کرونا وېروس یو زیات شمېر اخته کسان تر اوسه په ټولنه کې ګرځي.
  • په کوینزلنډ ایالت کې نوې ثبت شوې پېښې ښیي چې یو زیات شمېر ماشومان په کرونا اخته شوي دي.
  • په وېکټوریا ایالت کې د کرونا ۲ نوې پېښې ثبت شوي.
  • په سویلي آسټرالیا کې د کرونا وېروس ځینې محدودیتونه کم شوي.
     نیو ساوت وېلز

 په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۲۰۷ نوې پېښې ثبت شوي او یو تن د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا برخې چارواکي وايي‌ چې ۵۰ اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې شاوخوا ۳۰۰ پوځیان هم په دنده ګمارل شوي ترڅو د دغه ایالت له پولیسو سره د قرنطین په عملي کولو کې مرسته وکړي.

 د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجکلین د دغه ایالت له اوسېدونکو غوښتنه کوي ترڅو د کرونا واکسین ترلاسه کړي. د کرونا واکسین د مرکزونو لېست دلته لیدلی شئ:

https://www.nsw.gov.au/covid-19/health-and-wellbeing/covid-19-vaccination-nsw/get-your-covid-19-vaccination-nsw

په  نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه دلته لیدلی شئ.

کوینزلنډ

په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۱۳ نوې پېښې ثبت شوي چې ډیری یې ماشومان دي‌ او تر ۱۰ کلونو کم عمرونه لري. تر دې دمه په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۳۱ فعاله پېښې شتون لري.

د کوینزلنډ ایالت د خزانه داری وزیر کېمرن ډېک، له کوچنیو او د منځنۍ کچې له کاروبارانو سره د ۲۶۰ میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی.

په کوینزلنډ ایالت کې محدودیتونه د آګسټ د میاشتې تر ۸ نېټې پورې غځول شوي دي.

په کوینزلند‌ ایالت کې د کرونا وېروس د پېښو نقشه دلته لیدلی شئ.


 په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

 قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania

Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania
Northern Territory

 

 

 


شریکول

4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

وړاندې کوونکی SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now