مهم ټکي:
- په وېکټوریا ایالت کې ۴۵ سلنه په کرونا نوي اخته شوي کسان له ۳۰ کلونو کم عمر لري.
- د نیو ساوت وېلز ایالت په لیزمور سیمه کې د ۷ ورځو لپاره قرنطین وضع شو.
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې ۹۳ سلنه په شرایطو برابرو کسانو د کرونا وېروس لږترلږه یو واکسین ترلاسه کړی دی.
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس یوه نوې پېښه ثبت شوې.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۳۷۷ نوې پېښې ثبت شوي او ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ملبورن ښار کې د قرنطین ۲۴۶ ورځې پوره شوې او دا شپږم ځل دی چې په دغه ښار کې قرنطین وضع شوی دی. د ۲۴۶ ورځو قرنطین سره ملبورن د نړۍ په ډېر قرنطین شوي ښار بدل شو.
ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۶۲۳ نوې پيښې ثبت شوي او ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت په لیزمور سیمې کې د ۷ ورځو لپاره قرنطین وضع شوی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې شاوخوا ۶۸ سلنه کسانو د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی چې ۷۰ سلنه ته په رسېدلو سره به په دغه ایالت کې قرنطین پای ته ورسېږي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۲۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې له ۹۳ سلنه څخه زیاتو کسانو د کرونا وېروس لومړی ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

