مهم ټکي:
- د سره صلیب اداره له هغو کسانو سره مالي مرسته کوي چې لنډمهاله ویزې لري.
- په وېکټوریا ایالت کې د ۱۲ ټولګیو زده کوونکي هم واکسین کېږي.
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۲۲۰ نوې پېښې ثبت شوي.
- په سویلي آسټرالیا او کوینزلنډ کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۱۲۲۰ نوې پيښې ثبت شوي او ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې تر دې دمه شاوخوا ۷.۵ میلیونه کسانو واکسین ترلاسه کړی. د دغه ایالت چارواکي له بومي آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د آسټرالیا د سره صلیب اداره له هغو کسانو سره د مالي مرستې اعلان کړی چې لنډمهاله ویزې لري او د کرونا ویروس محدودیتونو له کار څخه پاتې کړي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
وېکټوریا
د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۲۴۶ نوې پيښې ثبت شوي او د ټولو فعاله پېښو شمېر ۱۷۸۶ ته رسېدلی دی.
د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي هغو زده کوونکو ته چې په ۱۲ ټولګیو کې دي لومړیتوب ورکول کېږي ترڅو له آزموینو مخکې د فایزر واکسین ترلاسه کړي.
. ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۱۹ نوې پېښې ثبت شوي. د دغو پېښو له ډلې څخه ۶ کسان پداسې حال کې په ټولنه کې ګرځېدلي چې په کرونا اخته وه.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

