مهم ټکي:
- نیو ساوت وېلز ایالت له محدودیتونو څخه د وتلو نقشه اعلان کړه.
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د کرونا وېروس له امله د مړینې لومړنۍ پېښه ثبت شوه.
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۷۰۵ نوې پېښې ثبت شوي.
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۷۸۷ نوې پيښې ثبت شوي او ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې د اکټوبر له ۱۱ نېټې څخه محدودیتونه نور هم کمېږي، تمه کېږي ترڅو د اکټوبر پر ۱۱ نېټه په نیو ساوت وېلز ایالت کې د واکسین شویو کسانو شمېر ۷۰ سلنه ته پورته شي.
آغلې برېجیکلین نن له محدودیتونو څخه د وتلو نقشې د اعلان پرمهال وویل چې ۸۰ سلنه کسان په نیو ساوت وېلز ایالت کې دوه ډوزه واکسین ترلاسه کړي له هغه وروسته د واده او جنازې به مراسمو کې د ګډون محدودیت هم له منځه وړل کېږي.
هغه زیاتوي کله چې ۹۰ سلنه خلک په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړي نو تر هغې وروسته محدودیتونه نور هم کمېږي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
وېکټوریا
ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۷۰۵ نوې پيښې ثبت شوي.
په وېکټوریا ایالت کې تر دې دمه ۶۰ سلنه کسانو لږترلږه د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی. وروسته له هغه چې په وېکټوریا ایالت کې ۷۰ سلنه کسانو د کرونا لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړي، په ملبورن ښار کې به محدودیتونه کم شي.
. ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۱۹ نوې پېښې ثبت شوي او یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د اکټوبر له ۱ نېټې څخه په مرکزي آسټرالیا کې ۲ کسان د یو بل کورونو ته ورتللی شي.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

