کوويډ-۱۹ تازه معلومات: سيدني ښار کې د کورنيو له يو بل سره تګ راتګ انديښنې ډيرې کړي

نن د ۲۰۲۱ کال جولای مياشت ۳۰ نيټه ده او دا هم د کرونا ويروس تازه معلومات.

People cross an empty street in The Rocks, Sydney, Thursday, July 8, 2021. NSW has recorded 38 new locally acquired COVID-19 cases overnight, the highest daily number of new cases in 14 months. (AAP Image/Bianca De Marchi) NO ARCHIVING

People cross an empty street in The Rocks, Sydney. Source: AAP Image/Bianca De Marchi

  • د اسټراليا سيدني ښار پوليسو سره مي پوځيان يوځای کيږي ترڅو روغتيايي محدوديتونو پلي کولو کې له هغوی سره مرسته وکړي
  • ويکټوريا ايالت کې د پرونۍ پيښې منبع معلومه شوي.
  • برزبن ښار په يو ښوونځي کې يو زده کوونکی په کرونا ويروس اخته کيدو وروسته ښوونځی بشپړ پاک شوی.
  • ټازمانيا ويکټوريا پر وړاندې خپل پولې پرانيستلی.

نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۰ نوې پيښې ثبت کرې.

له نوو پيښو څخه ۴۲ يې په داسې حال کې ټولنه کې تګ راتګ کړی چې دوی په کرونا ويروس اخته ول.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشره له خلکو غواړي ترځو دې کورنيو ترمينځ اړيکې محدوده کړه ځکه د نوموړی په وينا، د ويروس ډيرې پيښې کاري ځايونو او هم کورنيو ترمينځ تګ راتګ څخه رامينځته کيږي.

داسې ويل کيږي چې سبا د کرونا ويروس له امله لګول شوو بنديزونو خلاف لاريون ترسره کيږي.

د نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو کميشنر او د ياد ايالت مشرې له ټولو سيدني ښار اوسيدونکو غوښتي ترڅو دې په ياده مظاهره کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

شاوخوا ۱۰۰۰ پوليس د مظاهرې مخنيوي لپاره ځای پر ځای کيږي.

د اسټراليا ملي پوځ شاوخوا ۳۰۰ پوځيان به بندو سيمو کې ګزمې کوي ترڅو لګول شوي محدوديتونو پلي کولو کې مرسته وکړي او کورنۍ پرينږدي چې له يو بل سره تګ راتګ وکړي.

ويکټوريا

ويکتوريا ايالت د کرونا ويروس ۳ نوې پيښې ريکارډ کړې.

ټولې نوې پيښې له پخوانيو سره اړيکې لري او اخته شوي کسان خپل ناروغی دوران کې په کورونو کې بند ول.

پرون ياد ايالت کې يوه پيښه پيدا شوه چې اصلي منبع يې معلومه نه وه. نن سهار د ويکټوريا ايالت چارواکو وويل چې پرونۍ پيښه له شته نوو پيښو سره اړيکه لري ولې تر اوسه دا نده معلومه چې څنګه ياد کس په کرونا ويروس اخته شوی.

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا نورو سيمو څخه تازه معلومات

کوينزليند ايالت کې يو زده کوونکی په کرونا ويروس اخته شوی.

د ياد ايالت روغتيا برخې مشره وايي، ياد زده کوونکی کرونا ويرس باندې اخته کيدو دوران کې دريو ورځو لپاره ټولنه کې تګ راتګ کړی.

ټازمانيا ايالت نن څخه ويکټوريا پر وړاندې خپل پولې پرانيستلی.


 

قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine


WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania

Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania
Northern Territory

 


شریکول

4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now