کوويډ-۱۹: نيو ساوت ويلز نږدې ۱۵۰۰ نوې پيښې او ۱۲ کسانو مړينه ثبت کړه

نن د سپټمبر مياشت ۳ نيټه ده او تاسو ته د کرونا ويروس تازه معلومات لرو.

PARRAMATTA PARK SYDNEY

People are seen exercising outdoor at Parramatta park in Sydney, Friday, September 3, 2021. Source: AAP Image/Dan Himbrechts

نيو ساوت ويلز ايالت کې د ريکارډ په کچه نوې پيښې ثبت او روغتونو کې تر ۱۰۰۰ کسان کرونا ويروس له امله بستر دي.

ويکټوريا ايالت کې که څوک اسټرازينيکا واکسين ترلاسه کول غواړي نو ۵۰،۰۰۰ واکسين اخيستلو وار شتون لري.

کنبيرا کې ۱۲ اونيو پورې د کور مالکان خلک له کورونو نشي ويستلی.


نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ نوې پيښې او ۱۲ کسانو مړينه ثبت کړې. د نيو ساوت ويلز ايالت مشره ګلاديس بريجيکليان وايي، راتلونکو څو اونيو کې به د کرونا ويروس ډيرې پيښې ثبت او شته بحران به لا ډير ژور شي.

دا مهال نيو ساوت ويلز کې ۹۷۹ کوويډ-۱۹ ناروغان روغتونو کې بستر دي او ۱۶۰ يې په عاجله څانګه او ۶۰ يې بيا په وينتيلاتورز باندې دي.

واکسين ترلاسه کولو لپاره دلته کليکاږئ.

 

ويکټوريا

 

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۲۰۸ نوې پيښې ثبت چوې. نوو پيښو څخه د ۹۶ منبع معلومې دي.

يو ۶۰ کلن سړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ويکټوريا ايالت مشر ډينيل انډريوس وايي، د ښوونځي ۱۲ ټولګي زده کوونکو ته راتلونکې سه شنبې ورځ وروسته واکسين عملي کيږي او دوی ته به د فايزر واکسين لګول کيږي.

ويکټوريا ايالت کې واکسين ترلاسه کولو لپاره دلته کليکاږئ.

د اسټراليا پلازمينه (کنبيرا)

د اسټراليا پلازمينې د کرونا ويروس ۱۸ نوې پيښې ثبت کړې.

نوو پيښو څخه ۱۵ يې ناروغۍ وخت کې په ټولنه کې تګ راتګ کړئ.

کنبيرا کې د کورونو مالکان کرايه دار ۱۲ اونيو پورې له کورونو نشي ويستلی.

کنبيرا کې واکسين ترلاسه کولو لپاره دلته کليکاږئ.

alc covid mental health
Source: ALC

قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania

Northern Territory

 


شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now