مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۶ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق شوی دی
- په وېکټوریا ایالت کې اوس ډېر خلک کولای شي واکسین ترلاسه کړي
- د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې یو زیات شمېر خلک په کرونا اخته شوي
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۲ نوې پېښې ثبت شوي
نیو ساوت ویلز
د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۷۵۳ نوې پېښې ثبت شوي. د اخته کسانو له ډلې څخه ۴۹ ناروغ کسان، سره لدې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلاډیس بریجیکلن وايي په نیو ساوت ویلز ایالت کې ۶ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق شوی، پدې مانا چې تر دې دمه حد اقل ۶۰ سلنه اوسېدونکو د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۵۰ نوې پېښې ثبت شوي چې ۱۰ پېښې یې له پخوانیو سره هېڅ تړاو نلري. د اخته کسانو له ډلې څخه ۳۹ ناروغ کسان، سره لدې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي. ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۳۰ نوې پېښې ثبت شوي. د اخته کسانو له ډلې څخه ۱۷ ناروغ کسان، سره لدې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۲ نوې پېښې ثبت شوي او تر څېړنې لاندې دي
- د دوهرټي انسټیټیوټ وايي که چېرې ۷۰ سلنه آسټرالیایان واکسین شي نو بیا خوندي ده ترڅو پولې خلاصې شي
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

