مهم ټکي:
- نیو ساوت وېلز ایالت غواړي ترڅو د آګسټ د میاشتې تر پای پورې د کرونا واکسین ۶ میلیونه ډوزه تطبیق کړي.
- په کوینزلنډ ایالت کې د فعاله پېښو شمېر ۴۷ ته رسېدلی.
- په وېکټوریا کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي.
- د آسټرالیا فدرال حکومت د اضافي مالي مرستو اعلان کړی.
نیو ساوت وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۹۹نوې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا برخې چارواکي وايي چې له دغې ډلې څخه ۵۰ اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا برخې افسره، ډاکټر کېرې چانت له خلکو څخه غوښتنه کوي ترڅو دهغو ۸ محلي حکومتونو سیمو ته له جدی اړتیا پرته سفر ونکړي چې د کرونا وېروس ډېرې پېښې په کې ثبت شوي.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره ، ګلادیس بریجکلین غواړي ترڅو د آګسټ د میاشتې تر پایه پورې د کرونا واکسین ۶ میلیونه ډوزه تطبیق شي. تر دې دمه پورې ۳.۹ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه دلته لیدلی شئ.
کوینزلنډ
په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۱۶ نوې پېښې ثبت شوي. ټولې نوې ثبت شوې پېښې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري.
د کوینزلنډ ایالت پولیس وايي چې ۷۰ کسان یې د کرونا وېروس د لارښونو د نه عمليکولو له امله جریمه کړي دي.
په کوینزلنډ ایالت کې محدودیتونه د آګسټ د میاشتې تر ۸ نېټې پورې غځول شوي دي. په کوینزلند ایالت کې د کرونا وېروس د پېښو نقشه دلته لیدلی شئ.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي. ټولې نوې ثبت شوې پېښې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري.
- هغه کسان چې حد اقل ۸ ساعت کار یې د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله له لاسه ورکړی، کولای شي د COVID-19 Disaster
- Payment ته درخواست وکړي.
- قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.NSW Travel & transport and QuarantineVIC Travel permit, Overseas travellers and QuarantineACT Transport and QuarantineNT Travel and QuarantineQLD Travel and QuarantineSA Travel and QuarantineTAS Travel and QuarantineWA Travel and Quarantineخبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
Appointment Reminder Tool.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروسد اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia TasmaniaNorthern Territory
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia Tasmania
Northern Territory

