کرونا ويروس معلومات: نيو ساوت ويلز د کرونا ويروس نوی بڼه Deltacron پيښه ثبت کړه

د کرونا ويروس تازه معلومات، اسټراليا کې ۳۰ کسانو مړينه ثبت شوه.

A COVID-19 testing clinic at Royal Prince Alfred Hospital in Sydney. (file)

A COVID-19 testing clinic at Royal Prince Alfred Hospital in Sydney. (file) Source: Getty Images/Jenny Evans

اسټراليا کې د کرونا محدوديتونو لرې کيدل او د خلکو ترمينځ راکړه ورکړه د کرونا ويروس په پيښو کې د پام وړ ډيروالی راوستی او اوس هم ډير کسان له سختو ناروغيو سره مخ کيږي.

اسټراليا د کرونا ويروس نوې بڼه ثبت کړې، دا بڼه د ډيلټا او اوميکرون بڼو څخه جوړه شوې او له پخوانيو ټولو څخه ساري ده.

نيو ساوت ويلز ايالت د Deltacron نوې بڼه ثبت کړه چې د ډيلټا او اوميکرون څخه يوځای جوړه شوې بڼه ده.

بله خوا ياد ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۰۳۹۶ نوې پيښې ثبت کړي چې له پرون ورځې شميرو څخه ۲۰۰۰ لږې ثبت شوي.

ويکټوريا ايالت شاوخوا ۱۱،۰۰۰ او کوينزليند ۱۰،۰۰۰ د کرونا ويروس نوې پيښې ثبت کړې.

د نيو ساوت ويلز ايالت د روغتيا په رپوټ کې راغلي چې په تيرو څو اونيو کې يو شمير کسانو د دواړو ويروسونو بڼې په ځان کې درلودلی.

د کارګر په مشرۍ د مشرانو جرګې تفتیش چې د کوويډ-۱۹ ته حکومت ځواب ارزونه کوي شاوخوا ۱۹ وړاندیزونه کړي.

په يادو وړانديزونو کې د يو لوی پلتنې کميسيون جوړيدو غوښتنه هم شوې چې څنګه اسټراليا د کرونا ويروس پر وړاندې عمل وکړ او وبا يې اداره کړه.

په نورو وړاندیزونو کې د ناروغیو کنټرول لپاره د آسټرالیا خپل مرکز رامینځته کول ، د روغتیا ارګانونو لپاره لوی شفافیت لکه د آسټرالیا د روغتیا محافظت پرنسپل کمیټه او د طبي غلط معلوماتو مخنیوي لپاره نوي قوانین شامل دي.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now