د کووېډ-۱۹ تازه معلومات: د نیو ساوت وېلز ایالت په ځینو اطرافي سیمو کې هم قرنطین وضع شو

د ۲۰۲۱ کال، د جولای ۲۱ : په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

NSW Premier Gladys Berejiklian arrives at a press conference to provide a COVID-19 update in Sydney, Wednesday, July 21, 2021.

NSW Premier Gladys Berejiklian arrives at a press conference to provide a COVID-19 update in Sydney, Wednesday, July 21, 2021. Source: AAP Image/Mick Tsikas

مهم ټکي: 

  • د نیو ساوت وېلز ایالت په ځینو اطرافي سیمو کې د لومړي ځل لپاره قرنطین وضع شوی دی.
  • په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲۲ نوې پېښې ثبت شوي.
  • په نیو ساوت وېلز او وېکټوریا ایالتونو کې د رېکارډ په کچه خلک د کرونا وېروس معاینې کوي.
  • په سویلي آسټرالیا کې د کرونا وېروس یوه نوې پېښه ثبت شوې.

نیو ساوت وېلز

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۸۳ زره کسانو  په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس معاینې ترسره کړي او  ۱۱۰ نوې پېښې ثبت شوي دي.

د لومړي ځل لپاره د نیو ساوت وېلز په اورنج، کبوني او بلېنې سیمو کې قرنطین وضع شوی.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې کوچني‌او دمنځنۍ کچې کاروبارونه اوس کولای شي د قرنطین پرمهال مرستو ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري. د غوښتنلیکونو د تړلو چارې د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ نېټه پاې ته رسیږي.

لا‌ ډېر معلومات دلته لوستلی شئ. 

په سیډني‌ ښار کې اوسني محدودیتونه د جولای د میاشتې په ۳۰ نېټه د شپې پر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو پای ته رسېږي او په  نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه دلته لیدلی شئ.

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲۲ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس د خپرېدو له وروستۍ منبع سره اړیکه لري. په وېکټوریا ایالت کې د ټولو فعالو پېښو شمېر شاوخوا ۱۱۸ پېښو ته رسېدلی دی.

اوسمهال په وېکټوریا کې شاوخوا ۱۵۸۰۰ هغه کسان د قرنطین په حال کې دي چې له اخته کسانو سره یې اړیکه درلوده. 

په وېکټوریا کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه دلته لیدلی شئ.


 

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

  •  په سویلي آسټرالیا کې اوسهال د کرونا وېروس د معاینې ۸۲ مرکزونه شتون لري او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۱ نوې پېښه په کې ثبت شوې.
  • له سبا ورځې څخه هغه کسان کوینزلنډ ته سفر نشي کولای، کومو چې سویلی اسټرالیا ته سفر کړی اوسي.
  • لویځ آسترالیا له سویلي آسټرالیا څخه راتلونکي مسافر د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین کوي.

لوی اختر سبا د جولای پر ۲۳ نېټه پای ته رسېږي، مهمه ده چې خپل ځان او ټولنه وژغورئ.

 

 


شریکول

4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now