کووېډ-۱۹: په سیډني ښار کې سخت محدودیتونه پلي کېږي

نن د اګسټ د مياشت ۲۳ نيټه ده او تاسو ته د کرونا ويروس په اړه تازه معلومات دلته لوستلی شئ.

Workers conduct a deep clean at Carlton Public School in Sydney, Monday, August 23, 2021.

Workers conduct a deep clean at Carlton Public School in Sydney, Monday, August 23, 2021. Source: AAP Image/Joel Carrett

مهم ټکي:

  • د سیډني ښار په هغو سیمو کې چې د کرونا وېروس ډېرې پېښې ثبت شوي، اوس د شپې ګرځبندیز له ۹ څخه ۵ بجو پورې عملي کېږي.
  • په وېکټوریا ایالت کې د کرونا ۲۲ نا معلومې پېښې ثبت شوي
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې اوس د ۱۶ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکي هم کسان کولای شي د فایزر واکسین لپاره ځانونه راجسټر کړي.

نیو ساوت ویلز

د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت  کې د کرونا وېروس ۸۱۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۳ کسانو د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اخته کسانو له ډلې څخه ۴۲ ناروغ کسان سره لدې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

د سیډني ښار په هغو سیمو کې چې د کرونا وېروس ډېرې پېښې ثبت شوي، اوس د شپې ګرځبندیز له ۹ څخه ۵ بجو پورې عملي کېږي.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست  دلته لیدلی شئ. 

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۷۱ نوې پېښې ثبت شوي چې ۲۲ پېښې یې له پخوانیو سره هېڅ تړاو نلري.

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي. ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.


 

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

 

 


شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now