مهم ټکي:
- د نیو ساوت وېلز ایالت په تمورت سیمې کې هم قرنطین وضع شو
- د وېکټوریا ایالت په اطرافي سیمو کې قرنطین پای ته رسېږي
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا ۲۸۳ پېښې ثبت شوي
په تزمانیا کې QR چک جبري شو
نیو ساوت وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۲۸۳ نوې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا برخې چارواکي وايي چې له دغې ډلې څخه ۶۴ اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د نیو ساوت وېلز ایالت تمورت سیمه کې هم د ۷ ورځو لپاره قرنطین وضع شوی دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشرې ګلادیس بریجیکلین د بارون بې سیمې له اوسېدونکو څخه د کرونا وېروس د معاینی غوښتنه کړې.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۱ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري.
د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز اعلان وکړ چې د ددغه ایالت په اطرافي سیمو کې قرنطین د آګست ډ میاشتې په ۱۰ نېټه پای ته رسېږي.
نوموړې د ملبورن ښار اوسېدونکو ته ویلي ترڅو اطرافي سیمو ته له سفر څخه ډده وکړي.
په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ: https://www.coronavirus.vic.gov.au/vaccination-centres
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په کینز او یارابه سیمو کې قرنطین د آګسټ پر ۱۱ نېټه پاې ته رسېږي
- په تزمانیا ایالت کې د اوبر او ټکسي چلونکي باید د داخلیدو لپاره د QR کوډ سیستم ولري.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.NSW Travel & transport and QuarantineVIC Travel permit, Overseas travellers and QuarantineACT Transport and QuarantineNT Travel and QuarantineQLD Travel and QuarantineSA Travel and QuarantineTAS Travel and QuarantineWA Travel and Quarantineخبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.- NSW, Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- COVID-19 vaccine in your language
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
Appointment Reminder Tool.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروسد اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia TasmaniaNorthern Territory
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:NSW Victoria Queensland South Australia ACT Western Australia Tasmania
Northern Territory

