په نیو ساوت ویلز ایالت کې د کرونا وېروس ۹۸ نوې پېښې ثبت شوي‌ او په وېکټوریا ایالت کې قرنطین تمدید شو

د ۲۰۲۱ کال، د جولای ۱۹ : په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

A person is seen crossing a quiet Flinders Street in Melbourne, Monday, July 19, 2021.  (AAP Image/Daniel Pockett) NO ARCHIVING

A person is seen crossing a quiet Flinders Street in Melbourne, Monday, July 19, 2021. Source: AAP Image/Daniel Pockett

 مهم ټکي: 

  • په وېکټوریا ایالت کې ۵ ورځنی قرنطین و غځول شو.
  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۹۸ نوې پېښې ثبت شوي.
  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې کوچني‌او دمنځنۍ کچې کاروبارونه اوس کولای شي د قرنطین پرمهال مرستو ته غوښتنلیک وسپاري.
  • د فایز واکسین یو میلیون ډوزه آسټرالیا ته را رسېدلي چې لدې سره به د واکسین د تطبیق چارې ګړندی شي.

ویکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې قرنطین سبا شپه (سه شنبه) پای ته نه رسېږي. د وېکټوریا ایالت مشر ډنیل انډریوز وايي، د قرنطین د تمدید د نېټې او محدویتونو په اړه به پرېکړه ونیسي.

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۷ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو فعالو پېښو شمېر ۸۱ ته رسېدلی دی.

اوسمهال په وېکټوریا کې شاوخوا ۱۵۸۰۰ هغه کسان د قرنطین په حال کې دي چې له اخته کسانو سره یې اړیکه درلوده. 

په وېکټوریا کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه دلته لیدلی شئ.

 

نیو ساوت ویلز

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۹۸ نوې پېښې ثبت شوي چې شاوخوا ۶۱ پېښې یې له هغو ریښو سره تړاو لري چې مخکې پېژندل شوي، مګر حکومت هڅه کوي ترڅو د ۳۷ نورو پېښو اصلي منبع معلومه کړي.

په  نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه دلته لیدلی شئ.

د سیډني په لوی ښار کې د نویو محدودینو پر اساس ټول ساختماني‌کارونه درول شوي او د غیر ضروري دوکانونو د تړل کېدو امر هم شوی دی.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې کوچني‌او دمنځنۍ کچې کاروبارونه اوس کولای شي د قرنطین پرمهال مرستو ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري. د غوښتنلیکونو د تړلو چارې د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ نېټه پاې ته رسیږي.

لا‌ ډېر معلومات دلته لوستلی شئ. 

په سیډني‌ښار کې اوسني محدودیتونه د جون د میاشتې په ۳۰ نېټه د شپې پر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو پای ته رسېږي.

 په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شول:

-      په کوینزلنډ کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.

-      د فایزر واکسین له ۸۰۰ زره څخه زیات ډوزه سیډني‌ته رسېدلي او شاوخوا ۱۰۰ زره ډوزه فایزر واکسین ملبورن ښار ته رسیدلی.


 

سبا په آسټرالیا کې د اختر لومړۍ ورځ ده:

  • په خپلو کورونو کې لمونځ ادا کړئ
  • په لویو ناستو کې ګډون څخه ډډه وکړئ
  • ماسک واغوندئ
  • د لمانځل پرمهال خپل جای نماز وکاروئ

 د کووېډ-۱۹ په اړه غلط باورنه:

کرونا وېروس یواځې لوی عمر لرونکي‌ او ناروغه کسان زیانموي، ځوانانو باندې اغېز نلري.

حقیقت:

کرونا وېروس لوی عمر لرونکي ‌او ناروغه کسان زیات زیانموي، مګر ځوانانو باندې اغېز لري او دوي‌ د مرګ لامل ګرځېدلی شي.


 قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

NSW Travel & transport and Quarantine

VIC Travel permitOverseas travellers and Quarantine

ACT Transport and Quarantine

NT Travel and Quarantine

QLD Travel and Quarantine

SA Travel and Quarantine

TAS Travel and Quarantine

WA Travel and Quarantine

که تاسې له اسټراليا څخه بهر سفر کول غواړئ نو اجازې ترلاسه کولو لپار دا لينک کليکاږئ.

نړيوالو پرازونو په اړه لا ډير معلومات له ............ ويبپاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.


 

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې sbs.com.au/coronavirus ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

COVID-19 Vaccination Glossary
Appointment Reminder Tool.


په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania

Northern Territory 


د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

NSW 

Victoria 

Queensland 

South Australia 

ACT 

Western Australia 

Tasmania
Northern Territory

 


شریکول

4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS/ALC Content

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now