مهم ټکي:
- په وېکتوریا ایالت کې په یوه ورځ د کرونا تر ټولو ډېرې نوې پېښې ثبت شوي.
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې ۹۴ سلنه کسانو د کرونا وېروس لومړی ډوز ترلاسه کړی دی.
- په کوينزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۲ نوي پېښې ثبت شوي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۶۷.۵ سلنه کسانو د کرونا دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی.
وېکټوریا
د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۱۷۶۳ نوې پېښې په دغه ایالت کې ثبت شوي او ۴ کسان مړه شوي. د وېکټوریا ایالت مشر ډنیل انډریوز وايي اوس هم په یاد ایالت کې په زرهاوو کسانو لپاره د واکسین وخت شتون لري.
ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
نیو ساوت وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۶۰۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تمه کېږي ترڅو د راتلونکې دوشنبې په ورځ په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس له امله لګول شوی قرنطین پای ته ورسېږي.
د قرنطین له پای ته رسېدلو سره به د ښونځیو زده کوونکي په تدریجي ډول سره خپلو ټولکیو ته ستانه شي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د کرونا وېروس ۳۳ نوې پېښې ثبت شوي دي.
د روغتیا برخې مسئولین وايي چې په کرونا وېروس ۱۴ اخته کسان اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د آسټرالیا د مرکزي سیمې د روغتیا افسره کېرېن کولمن وايي د نویو اخته شویو کسانو له ډلې څخه ۱۳ کسانو په داسې حال کې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېډلي دي.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

