مهم ټکي:
- په وېکټوریا ایالت کې د جواز لرونکو کارګرو لپاره د کرونا واکسین جبري شو.
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کاروبارنو لاسرسی مالي مرستو ته دوام لري.
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۲ نوې پېښې ثبت شوي.
وېکټوریا
د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۱۱۴۳ نوې پيښې ثبت شوي او ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وېکټوریا ایالت کې ټول جواز لرونکي کارګر باید د اکتوبر تر ۱۵ نېټې پورې د کرونا وېروس لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړي.
ملبورن ښار کې واکسين مرکزونو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۸۶۴ نوې پيښې ثبت شوي او او ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۸۷.۲ سلنه کسانو د کرونا وېروس لومړۍ ډوز واکسین ترلاسه کړئ او د دغه ایالت ۶۴ سلنه اوسېدونکو د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی دی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۵۳۰ نوې پېښې ثبت شوي او ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات دلته لیدلی شئ چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه دلته کلیک وکړئ.

د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW Travel & transport and Quarantine
VIC Travel permit, Overseas travellers and Quarantine
ACT Transport and Quarantine
NT Travel and Quarantine
QLD Travel and Quarantine
SA Travel and Quarantine
TAS Travel and Quarantine
WA Travel and Quarantine
د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- NSW,Victoria, Queensland, Western Australia, South Australia, Northern Territory, ACT, Tasmania
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

