SKIP TO MAIN CONTENT

'د کرونا نوې څپه': په وېکټوریا او نیو ساوت وېلز کې د کووید-۱۹ ناروغۍ په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

دا په آسټرالیا کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ورستیو پیښو په اړه وروستی راپور دی.

VICTORIA CORONAVIRUS COVID19
Passengers wearing face masks at Southern Cross Station in Melbourne. (file) Source: AAP / JOEL CARRETT/AAPIMAGE

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Skip to article content

مهم ټکي

  • یوه نوې څېړنه ښيي چې د آسټرالیا دوه پر دریمه برخه ماشومان په کرونا وېروس اخته شوي دي.
  • د روغتیا وزارت پر میاشتنۍ ناروغۍ د کرونا واکسین د اغېز په اړه معلومات خپاره کړي.
  • کوینزلڼد او لویدیځې آسټرالیا کې د کرونا بېړنی حالت پای ته رسېدلی دی.

د آسټرالیا په ډېریو ایالتونو کې د کرونا وېروس د پېښو د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۱۲ زره او ۴۵۰ نوې پېښې ثبت شوي چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

همداراز په وېکټوریا ایالت کې ۱۰ زره او ۲۲۶ نوې پېښې ثبت شوي چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د پنجشنبې په ورځ د نیو ساوت وېلز ایالت د طبې برخې مشرې افسرې، ډاکټر کېرې چانت وویل چې تمه کېږي ترڅو په راتلونکو اوونیو کې د کرونا وېروس پېښې زیاتې شي.

هغې په یوې وېډیو کې ویلي چې دا پدې مانا(معنی) ده چې مونږ یوې نوې مرحلې ته داخلېږو.

تېره اوونۍ د وېکټوریا ایالت مشر طبي افسر، برټ سټن دې ته ورته وینا کړې وه چې وېکټوریا کې "د کووېډ-۱۹نوې څپه پیل شوې".

یوه نوې څېړنه ښيي چې د آسټرالیا دوه پر دریمه برخه ماشومان په کرونا وېروس اخته شوي دي.

دغه شمېرې له هغو څخه دوه برابره زیاتې دي چې راپور ورکړل شوي دي.

همدا راز د آسټرالیا د روغتیا وزارت له خلکو څخه غواړي ترڅو د ناروغۍ پرمهال په خپلو کورونو کې پاتې دي.

د کرونا وېروس د معاینې کلینیک له لاندې آدرسونو څخه موندلی شئ:

ACT New South Wales Northern Territory Queensland

South Australia Tasmania Victoria Western Australia

که چېرې ستاسو د کرونا د چټکې آزمونې پایله مثبت وي په خپل ایالت کې یې ثبت کړئ.

ACT New South Wales Northern Territory Queensland

South Australia Tasmania Victoria Western Australia


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now