د کرېکټ نړیوالې شورا د مشر له نیوکو وروسته، د آسټرالیا کرېکټ بورډ له خپل دریځ څخه دفاع کړې ده

د آسټرالیا د کرېکټ بورډ مشر مایک بیرډ، د افغانستان په اړه پر خپل دریځ نیوکې رد کړي دي.

Cricket plays from Afghanistan and Australia during a match.

د آسټرالیا د کرېکټ بورډ مشر مایک بیرډ، د افغانستان په اړه پر خپل دریځ نیوکې رد کړي دي. Source: AAP, Press Association / Mark Kerton/Alamy

څلور ورځې وړاندې د کرېکټ د نړیوالې شورا د مشر ګرېک بارکلې دنده پای ته ورسېده او د هند جې شاه د نوي مشر په توګه خپله دنده پیل کړه.

د دندې له پای ته رسېدو وروسته، ګرېک بارکلې د انګستان له ټلګراف سره په مرکې کې د آسټرالیا په کرېکټ بورډ له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو له امله نیوکه کړې.

هغه ويلي، که چېرې آسټرالیا غواړي سیاسي پیغام واستوي، نو بیا دې په نړیوال جام کې هم له افغان لوبډلې سره نه لوبېږي.
د ښاغلي بارکلې له دغو څرګندونو وروسته، د آسټرالیا د کرېکټ بورډ مشر مایک بیرډ، د افغانستان په اړه پر خپل دریځ نیوکې رد کړي دي.

آسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د سپورټ په برخه کې پر ښځو له بندیز وروسته له افغانستان سره په دوه اړخیزو سیالیو کې له لوبېدو ډډه کړې ده.

سره له دې چې آسټرالیا، د افغانستان له ملي لوبډلې سره په دوه اړخیزو سیالیو کې له لوبېدو ډډه کوي، مګر بیا هم د کرېکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې له افغانستان سره لوبې ترسره کوي.
ښاغلی بیرډ وايي، د آسټرالیا کرېکټ بورډ په خپل دریځ ولاړ دی.

هغه زیاتوي: "موږ په خپل هغه دریځ ډېر ویاړو چې نیولی مو دی او موږ د افغان ښځینه کرېکټ ټیم او هغو غړو ملاتړ کوو چې لا هم دلته دي."

"خلک مختلف نظرونه لري، مګر موږ په خپل نیول شوي دریځ کې ډېر راحته یو."
د آسټرالیا کرکټ بورډ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت له امله افغان ملي لوبډلې سره درې ځله دوه اړخیزې لوبې لغوه کړي دي.

مګر د آسټرالیا کرېکټ بورد وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ټیم ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ترڅو د آسټرالیا د کرېکټ بورډ په ملاتړ د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د " بې پولې کرېکټ" لوبډلې سره په ملبورن کې لوبه ترسره کړي.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service