د ۲۰ اوريز نړيوال جام په اړه وروستي معلومات

آيا هند به خپل کور کې د کرکټ نړيواله اتلولي وګټي؟ او يا به اسټراليا د ۲۰ اوريزو نړيوالې اتلولۍ جام هم تر لاسه کړي؟ دې سوالونو ځوابونه به هغه وخت تر لاسه کړئ چې د ای سي سي شل اوريز ۲۰۱۶ کال نړيوالې سيالۍ روانه اونۍ پيل شي. راروانه يوه مياشت کې به ۱۶ ټيمونه د هند ۷ بيلابيلو ښارونو کې له يو بل سره مخيږي.

icc-cricket.com/world-t20

icc-cricket.com/world-t20 Source: ICC Cricket

د نړيوال جام لومړۍ مرحلې لوبې وروستۍ لوبه کې بنګله ديش عمان ته ماتې ورکړه او دويمې مرحلې لوبو ته يې لار وموندله.

افغانستان وشو کولای چې دويم دور لوبو ته لار پيدا کړي او A ګروپ کې به له جنوبي افريقا، انګلستان، سريلانکا او ويسټ انديز سره لوبيږي.

دويم ګروپ يا B  ګروپ کې اسټراليا، نيوزيلانډ، هند، پاکستان او بنګله ديش شامله دي.

 د هند ۷ ښارونه به د نړيوال جام کوربه وي او و لوبو وروستۍ لوبه يا فاينل به د هند په کلکته ښار کي تر سره کيږي.

India v South Africa - ICC Twenty20 World Cup Warm Up
during the ICC Twenty20 World Cup warm up match between India and South Africa at Wankhede Stadium on March 12, 2016 in Mumbai, India. Source: Getty Images

د لوبو لړۍ تر ټولو دوه لوبې چې د نړۍ ليدونکي يې ليدو په تمه دي هغه د هند او پاکستان تر مينځ لوبه ده چې راروانې شنبې په ورځ به تر سره کيږي او هم د اسټراليا او نيوزيلاند هيوادو ترمينځ لوبه چې د جمع په ورځ به تر سره کيږي.

د پاکستان او هند تر مينځ په پام کې وه چې لوبه په درهمسالا ښار کې ترسره شي ولې د امنيتي ستونزو له وجې دا لوبه کلکتې ښار کې تر سره کيږي.

Afghanistan cricketers Shahzad Mohammadi (C) and Gulabdin Naib (R) celebrate after winning their T20 World Cup cricket match /Getty Images)
Afghanistan cricketers Shahzad Mohammadi (C) and Gulabdin Naib (R) celebrate after winning their T20 World Cup cricket match /Getty Images) Source: Getty Images

افغانستان يو ځل بيا ښه جانس لري ترڅو په نړيوال ډګر کې د پياوړو لوبډلو پر وړاندې تاريخ جوړ کړي.

په پام کې ده چې هند او اسټراليا لوبډلې ښې وځليږي. هند لوبډلې په اسانۍ سره اسيا نړيوال جام وګټلو چې دې سره اوسمهال هند شل اوريزو لوبو په برخه کې د نړۍ تر ټولو پياوړی ټيم دی.

د ويسټ انډير کهريس ګيل به ۲۰ اوريزو اتلولۍ کې شپږم ځل لپار لوبيږي. داچې دی به په لوبه کې پنځوسيزه او يا له هغه ډيري منډې وکړي له نورو ټولو لوبغاړو څخه دده په اړه چانس ډير ليدل شوی.

بله پياوړې لوبډله د جنوبي افريقا ده چې د تيرې ورځې په دوستانه لوبه کې يي هند ته ماتې ورکړه.

اسټراليا هم د شل اوريز جام اتلولي لاسته راوړلو لپاره د فشار لاندې ده ترڅو روانه اتلولي خپله کړي.

Third T20 International: South Africa v Australia
CAPE TOWN, SOUTH AFRICA - MARCH 09: Usman Khawaja of Australia in action(Photo by Ashley Vlotman/Gallo Images/Getty Images) Source: Getty Images

د شل اوريز جام يو له اتلو لوبډلو څخه د ويسټ انډيز لوبډله ده چې اوسمهال د ۲۰ اوريزو لوبو په درجه بندی کې دويمه پياوړې لوبډله ده چې په ليسټ کې له جنوبي افريقا او نيوزيلانډ څخه مخکې ده.

 د ويسټ انډير کهريس ګيل به ۲۰ اوريزو اتلولۍ کې شپږم ځل لپار لوبيږي. داچې دی به په لوبه کې پنځوسيزه او يا له هغه ډيري منډې وکړي له نورو ټولو لوبغاړو څخه دده په اړه چانس ډير ليدل شوی.

 که اسټراليا کې ياست او غواړئ چې لوبې په ژوندی بڼه وګورئ نو فوکس سپورټس Fox Sports ټولې لوبې خپروي او يوازې د اسټراليا لوبې د ۹ چاينل شبکې څخه خپريږي.

دويمې مرحلې لوبې د چهار شنبې په ورځ د هند او نيوزيلانډ هيوادو تر مينځ پيليږي چې بيا په هماغه ورځ به پاکستان له بنګه ديش لوبډلې سره لوبيږي.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now