بهادر اغا خپلو لاسونو سره بې شميره ماينونه شنډ کړي او د سلګونو ملکې او نظامي خلکو ژوند يې ژغورلی.
بهادر اغا د طالبانو په بيلابيلو بريدونو کې شپږ ځله ټپي شوی وه ولې ده خپلې وروستی مرکه کې ويلي ول چې کيدای شي اوم ځل کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
بهادر اغا نه يوازې افغان ملي ځواکونو په مينځ کې د ميړانې لقب درلود بلکې ځينو نړيوالو رسنيو هم د هغه پر ميړانې ليکنې کړي او فلمونه يې جوړ کړي.
بهادر اغا د يو ماين شنډولو دوران کې ووژل شو.
بهادر اغا پر بربنډو لاسو او عامو جامو کې به يې د بمونو پر شنډولو کار کاوه او دی خپله لدې خطر څخه به خبر وه چې که څه غلط شي نو دی به وژل کيږي.
ملګري ملتونه وايي چې تير کال د سرک تر غاړې ماينونو ۶۰۰ کسان وژلي چې يوازې ۱۰۰ کسان په هلمند کې وژل شوي او بهادر اغا هم وروستی شخص وه چې هلمنډ کې ووژل شو.
د بهادر اغا يو نږدې د کورنۍ غړي ويلي چې طالبانو دوه ماينونه ځای پر ځای کړي ول ،کله چې بهادر اغا يو ماين شنډ کړ نو هغه داسې جوړ شوی وه چې بل ماين به د هغې شنډولو سره چاوديده نو ځکه بهادر اغا ووژل شو.
د بهادر اغا کورنۍ ځيني غړي او مور يې د طالبانو لخوا وژل ول او بهادر اغا به تل ويل چې ده ته ژوند کې څه ندي پاتي او که خپل ژوند هم له لاسه ورکړي نو ستونزه نده.
د بهادر اغا د ژوند په قيمت خدمت او قرباني افغانستان کې ونه لمانځل شوه او يوازې ۱۵ څخه تر ۲۰ کسانو يې جنازه کې ګډون درلود.

