عراق د هغو ۷ اسلامي هيوادو له نوملړ څخه وايستل شو پر کوم چې امريکا بنديز لګولی وه.
دا مهال امريکا ته د سوډان، سوريه، ايران،ليبيا، سوماليا او يمن وګړي نشي کولی چې سفر وکړي.
پر عراق بنديز ځکه لرې شو چې د امريکا پر دفاع وزارت "پينتاګان" فشارونه ډير شوي ول او ويل کيده چې له عراق سره بايد د امريکا اړيکې ځيانمنې نشي ځکه چې امريکا دا مهال ياد هيواد کې نظامي ماموريت لري او هم د هغو کسانو امريکا ته سفر ستونزې ډيرې شوې وې کوم چې له امريکايي پوځيانو سره يې عراق کې کار کړې چي هغو کې ډير ژباړونکي شامله دي.
ډونالډ ټرمپ نوی فرمان د دوشنبې په سهار لاسليک کړ.

