امريکا کې د نوې تګلارې له مخه ټول هغه کسان کوم چې د امريکا ويزې ته غوښتنليک ورکوي نو له هغې سره يوزای بايد د خپل ټولنيزو شبکو ريکارډ او هم اوسني او پخواني ايمل ادرسونه او هم ټول ټليفون يا موبايل نمبرونه ورکړي.
غوښتنليک ورکوونکي بايد پينځو کلونو ريکاړد خپل غوښتنليک سره يوزای د امريکا مهاجرت ادارې ته ورکړي.
دا د ډونالډ ټرمپ حکومت مهاجرت نوې تګلارې څخه يو عمل دی چې د مهاجرو امريکا ته ورتګ برخه کې سختي ډيره شوې او اوس ډير مهاجر سختی سره چک کيږي مخکې لدې چې ورته د امريکا وزيره ورکړل شي.
ياده تګلاره فيډرال رجسټر کې خپريږي او د بهرنيو چارو وزارت وايي چې نوې تګلارې لپاره به د عامو خلکو نظر راټوليږي.
که چيرې دا تګلاره ومنل شي نو لدې څخه به ۱۵ ميليونه مهاجر کوم چې امريکايي ويزې لپاره غوښتنليک ورکوي اغيزمن شي.
دا به د امريکا مهاجرت ادارې لپاره هم ډير ستونزمن کار وي چې د دومره لوی رقم مهاجرو ټولنيز حسابونه چک کړي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په وينا که دا نوې تګلاره عملي شي نو ۷۱۰،۰۰۰ مهاجرت او ۱۴ ميليونه غير مهاجرت ويزو ته غوښتنليک ورکوونکي به اغيزمن شي.
د رپوټ منبع: د اسټراليا چينل 10 د The Project پاڼه

