Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اندونيزيا مسافر وړونکې الوتکه لويدلې

د ليون هوايي شرکت الوتکه چې پکې ۱۸۸ مسافر سپاره ول له جاکارتا ښار څخه الوتنې وروسته لويدلې.

Lion Air crashes after Jakarta take-off
In this May 12, 2012 file photo, a Lion Air passenger jet is parked on the tarmac at Juanda International Airport in Surabaya, Indonesia. Source: AAP Image/AP Photo/Trisnadi, File

د اندونيزيا ليون مسافر وړونکې الوتکه  چې پکې ۱۸۸ مسافر سپاره ول او د اندونيزيا پلازمينې جاکارتا څخه پانګکال پينانګ ښار ته يې  مسافر وړل په لاره کې ولويدله.

يادې الوتکې ۱۸۸ مسافرو کې۱۷۸ لويان او درې واړه ماشومان سپاره ول.

اندونيزيايي چارواکي وايي چې د الوتکې لويدو ځای يې سمندر کې موندلی او د ژغورنې چارې روانې دي.

داسې ويره ده چې يادې الوتکې ټول مسافر وژل شوي.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت وايي چې له اندونيزيايي چارواکو سره له نږدې اړيکه کې دي ترڅو دا معلومه کړي چې ايا يادې لويدلې الوتکه کې اسټراليايي اتباع هم سپاره ول او که نه.

اندونيزيا ته د زرګونو په شمير اسټراليايان سياحت ته ځي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now