اس بي اس راډيو خپلو خدمتو بيا کتنه بشپړه کړه. دا پروسه داسې عملي شوه ترڅو د نني اسټراليا ښکارندويي وکړي ځکه چې اسټراليايي ټولنه ډيره چټکۍ سره بدليدو حال کې ده.
مونږ خپل د ژبې خدمتونه له ۱۸ کلونو وروسته لومړي ځل لپاره په کال ۲۰۱۲ کې تر غور او بيا کتنه لاندې راوسته او هماغه وخت کې مونږ دا ژمنه وکړه چې د اس بي اس راډيو خدمتونه به هر ۵ کاله وروسته يعنې هرې سر شميرنې وروسته يو ځل تر غور او کتنې لاندې نيسو.
د ۲۰۱۶ کال سر شميرنې موندنو پر اساس اسټراليا ته تيرو پينځو کلونو کې ۱.۳ ميليونه کسان مهاجر شوي او اسټراليا کې ۴.۸۷ ميليونه کسان خپلو کورونو کې انګليسي ژبې پرته پر بلې ژبې خبرې کوي. د اس بي اس شبکې خدمتونه به داسې جوړ شي ترڅو د نني اسټراليا ښه ښکارندويي وکړي.
اس بي اس راډيو خدمتونه بيا کتنې برخه کې د اوريدونکو اوريدنې عادتونو، ډيجيټال خواته د ځينو ټولنو تګ او هم د ټولنو د غړو ډيروالی او د هغوی اقتصادي حالت په پام کې نيول شوی.
دا ځای کيکاږئ ترڅو دا معلومه کړئ چې څنګه اس بي اس پښتو خپرونه بدله شوې.
دا بدلونونه د دوشنبې په ورځ ۲۰ نومبر څخه عملي کيږي.
For more information http://www.sbs.com.au/radio/radio-services-review

