Live

Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

د اس بي اس شبکې اسټراليا کې د ژبو زده کړې ملي سيالي جوړه کړې

اس بي اس ژبې سره مينې او هڅولو لپاره په ټول اسټراليا کې هغو ماشومانو باندې غږ کوي کوم چې انګليسي پرته نورې ژبې زده کوي او عمرونه يې له ۴ کلنو څخه تر ۱۸ کونو پورې وي ترڅو مونږ ته ووايي چې ولې انګليسي پرته د بلې ژبې زده کول غواړي.

NLC 2017
We’re calling out to all students aged 4 to 18 years across Australia who are learning a language other than English to enter our competition now #SBSRadioNLC17 Source: SBS

د اس بي اس د ژبو ملي سيالي روانه اونۍ پيل شوه او زده کوونکو څخه غوښتل کيږي چې ۳۰ سانيو يوه ويډيو جوړه کړي او دا ووايي چې ولې انګليسي پرته بلې ژبې زده کول غواړه که هغه مورنۍ ژبه وي يا نورې ژبې. يا پيغام بايد پر خپل ژبه ووايي نه پر انګليسي. ياد ماشومان کولی شي چې سندرې ووايي، هنري شکل سره خپل پيغام ثبت کړي او يا ملي کالي واغوندي خلاصه دا چې ژبې سره دې خپله مينه وښايي.

تير کال ۲۰۰۰۰ ماشومان يادو سياليو کې ګډون کړی وه او ۲۰۱۷ کال کې مونږ تمه لرو چې لا ډير ماشومان به د ژبې زده کړې دې سيالۍ کې برخه واخلي.

ګټونکو ماشومانو ته ډيرې ډالۍ نظر کې نيول شوي او د ايپاډ په ګډون نورې ډالۍ هم ورکول کيږي.

څوک کولی شي ګډون وکړي؟

مونږ اسټراليا کې ټولو زده کوونکو ته چې عمرونه يې له ۴ څخه تر ۱۸ کلونو وي او هغوی انګليسي پرته کومې بلې ژبې زده کړه کوي.

 خبرې کوي.

څنګه ګډون کولی شئ؟

زده کوونکي بايد ۳۰ سانيو يوه ويډيو جوړه کړي او هغې کې دا ووايي چې دانګليسي پرته کومې بلې ژبې زده کول دوی ته څه معنی لري.

دا په ياد وساتئ چې ويډيو بايد په هغه ژبه ډکه کړئ د کوم زده کړه چې کوی يعنی انګليسي پرته پر بلې ژ‌بې ويډيويي پيغام جوړ کړئ او ۳۰ سانيه وخت ولري. تاسې که دا ويډيو څومره ښه او په زړه پورې جوړوئ هغومره قه به وي.

 

ګډون کوونکي پر څو ګروپونو ويشل کيږي.

کټګوري A  : ۴-۷ کاله عمر لرونکي ماشومان.

کټګوري B : ۸-۱۲ کاله عمر لرونکي ماشومان.

کټګوري C : ۱۳-۱۵ کاله عمر لرونکي ماشومان.

کټګوري D :۱۶ – ۱۸ کاله عمر لرونکي ماشومان.

 

 د ژبې زده کړې ټولو ادارو او موسسو څخه زده کوونکي منل کيږي.

ياده سيالي د جولای پر ۲۴ نيټې پيل شوې او د سپټمبر تر ۱ نيټې پورې به د زده کوونکو ويډيو ګانې ترلاسه کيږي.

 

تاسې کولی شئ چې تر ۱ د سيپټمبر مياشت پورې د ژبو زده کړې يادې سيالۍ کې ګډون وکړئ او خپله ويډيو sbs.com.au/NLC17 ويبپاڼه کې جمع کړئ.

که کومه پوښتنه لرئ نو queries.nlc@sbs.com.au  ته ايمل واستوئ.

 

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now