Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

د اسټراليا ځانګړو ځواکونو هغه پوځي ته بری ورکړل شو کوم چې د دوو وژل شوو طالبانولاسونه يې پرې کړي ول

د اسټراليا فدرالي پوليسو له پلټنې وروسته هغه اسټراليايي پوځي ته بری ورکړ کوم چې افغانستان کې د عملياتو دوران کې د دوو طالبانو له جسدو څخه يې لاسونه پرې کړي ول.

Afghan Officers from the Provincial Police Response Company and Australian Special Operations Task Group Soldiers lift off in a UH-60 Blackhawk helicopter
Source: Australian Department of Defence

يادې پيښې په اړه په کال ۲۰۱۳ کې د اسټراليا ميلي رسنۍ اي بي سي رپوټ ورکړ او ياده پيښه د افغانستان زابل ولايت کې د ۲۰۱۳ کال اپريل په مياشت کې د افغان او اسټراليايي ځواکونو ګډو عملياتو دوران کې شوې.

يادو عملياتو کې د طالبانو يو قومندان نيولو هڅه کيده چې په پای کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او د طالبانو قومندان نه ووژل شو او نه هم ونيول شو.

د اسټراليا ځانګړو ځواکونو د دوو شکمنو طالبانو جسدونه وپلټل او يو طالب سره يې يوه تفنکچه وموندله، د همدې طالب ښي لاس اسټراليايي پوځي غوڅ کړ.

اسټراليايي پوځيانو داسې عملياتو کې اړ دي چې د که امکان ولري د وژل شوو وسله والو د ګوتو نښې او هم سترګې يې سکان يا انځورونه يې واخلي، ولې د بدن ګړي پرې کول بيا د جګړې قوانينو خلاف عمل دی.

د اسټراليا فدرالي پوليسو د يادې پيښې پلټنه دوو کلونو لپاره وکړه چې دا معلومه کړي چې ايا اسټراليايي پوځي جنګي جنايت کړی او که نه؟

د روان کال جولای مياشت کې د اسټراليا ملي رسنۍ د اسټراليا ۱۶ کلن ماموريت په اړه پټ اسناد ترلاسه کړل او همدې پيښې په اړه لا نور جزيات خپاره شول.

په همدې پټو اسنادو کې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو داخلي پلټنې بربنډې شوي او د دوو طالبانو لاسونو پرې کولو وجه پکې ذکر شوې.

Australian Special Operations Task Group soldier
Supplied image obtained Thursday, May 9, 2013, An Australian Special Operations Task Group soldier takes aim during the Shah Wali Kot Offensive. Source: Australian Department of Defence

هغه شواهد چې اسټرليايي پوځي وړاندې کړي پکې ويل شوي چې دا کار يې ډيره بيړه کې کړی او هغه عمياتو دوران کې دی له ډير فشار سره مخ وه.

ياد پوځي وايي چې دومره وخت له ده سره نه وه چې د ګوتو نښې واخلي او بيا ځان هليکوپټر ته ورسوي.

کله چې د طالبانو پرې شوي لاسونه پوځي کمپ ته راوړل شول نو هلته پوځي قومندان د لاسونو ليدو وروسته پوځي ته وويل چې دا ته څه کوې او حيرانتيا يې وښوده.

دفاع وزارت هم هغه واکونو ته بيا کتنه وکړه کوم چې يې همدې ځانګړو ځواکونو ته ورکړل شوي ول. د اسټراليا ځانګړو ځواکونو يوې ډلې چې له يادې پيښې څخه څه وخت مخکې له اسټراليايي دفاع وزارت څخه د عملياتو څرنګوالي او کړنو په اړه روزنه ترلاسه کړې ويلي دي چې دوی ته دفاع وزارت لخوا ويل شوي ول چې دوی کولی شي د وژل شوو طالبانو لاسونه پرې کړي ولې دا خبر بيا د دفاع ازارت ردوي او وايي چې دوی روزنې دوران کې داسې څه ندي ويلي.

د دفاع وزارت په پلټنه کې دا موندل شوي چې کله د اسټراليا ځانګړي ځواکونه افغانستان ته مامورتيت لپاره تلل نو ورته دا نه وو ويل شوي چې له د وژل شوو وسله والو د بدن غړي پرې کول د منلو ده او که نه.

د اسټراليا دفاع وزارت ويلي چې سره لدې چې دا د پيغام رسولو او روزنې برخه کې ځيني ستونزې وې ولې کوم کار چې اسټراليايي پوځي کړی او د طالبانو لاسونه يې پرې کړي دا يوه ناسمه پريکړه وه او د افغان حکومت،اسټراليايي خلکو او رسنيو غبرګون په پام کې نه وه نيول شوې.

د دفاع وزارت په پلټنه کې موندل شوي چې سره لدې چې له يادې پيښې وروسته د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ته ويل شوي ول چې نور د وژل شوو وسله والو لاسونه دې نه پرې کوي ولې بيا هم ځانګړو ځواکونو به وروسته پوښتنې کولی چې ايا خاصو حالاتو کې دوی کولی شي چې لاسونه پرې کړي.

د يادې پيښې پلټنې افسر ويلي چې اسټراليايي ځواکونو ته بايد ښکاره تګلاره او روزنه ورکړل شي چې دوی بايد څه وکړي او څه ونه کړي. او ياد ځواکونه بايد سختو حالاتو کې داسې پريکړې وکړي کومې چې ددوی مشران قومندانان يې کوي.


4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now