Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا بيګ باش ليګ کې د راشد خان لوبډلې د مجیب الرحمن لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسټراليا ناموتو بيګ باش کريکټ ليګ کې درې افغان لوبغاړي له يو بل سره مخ کيږي

Rashid Khan Adelaide Strikers and Mujeeb Ur Rahman of the Heat
Rashid Khan Adelaide Strikers and Mujeeb Ur Rahman of the Heat Source: AAP

اسټراليا کې د بيګ باش ليګ  پيل شو.

د بيګ باش ليګ يو نړيوال شهرت لرونکی ليګ دی چې د نړۍ يو شمير هيوادو وتلي لوبغاړي پکې لوبيږي پيل شو.

دا ځل د اسټراليا بيګ باش لوبو کې درې افغان لوبغاړي راشد خان اډيليډ سټرايکرز، محمد نبي ميلبورن رينيګيډ او مجیب الرحمن بريزبن هيټ لوبډلو ته لوبيږي.

د راشد خان او مجیب الرحمن لوبډلو تيره شپه يوه په زړه پورې لوبه وکړه چې پای کې د اډيليډ سټرايکرز لوبډله وتوانيده چې خپله لومړنۍ لوبه وګټي.

بريزبن هيټ ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځيدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او بيا د اډيليډ سټرايکرز لوبډلې ۱۹ اور کې د ۵ لوبغاړو سوځيدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ.

راشد خان د تيرې شپې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

راشد خان ۴ اورونو کې درې لوبغاړي وسوځول او ۱۹ منډې يې ورکړې.

Rashid Khan of the Adelaide Strikers
Rashid Khan of the Adelaide Strikers , January 17, 2018. (AAP Image/David Mariuz) Source: AAP

د راشد خان لوبډلې پر وړاندې مجيب الرحمن توپ اچونه کې کوم لوبغاړی ونه سوځوه ولې ۴ اورونو کې يې ۲۶ منډې ورکړې.

دا لومړی ځل دی چې مجیب الرحمن د اسټراليا بيګ باش ليګ کې لوبيږي ولې بيا بله خوا راشد خان او محمد نبي تيرو کلونو کې هم خپلو لوبډلو لپاره بيګ باش کې لوبيدلي.

Mujeeb Ur Rahman of the Heat bowls the ball during the Big Bash League (BBL) match between Brisbane Heat and the Adelaide Strikers
Mujeeb Ur Rahman of the Heat bowls the ball during the Big Bash League (BBL) match between Brisbane Heat and the Adelaide Strikers Source: AAP

راشد خان تير کال هم خپل لومړنۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه.

د روانې مياشتې پر ۲۳ نيټه به د راشد خان لوبډله اډيليډ سټرايکرز د محمد نبي لوبډلې ميلبورن رينيګيډ سره مخامخ کيږي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now