پر مسيحي ميرمنې اسيه بي بي د اسلام پيغمبر ته سپکاوي تور دی.
کله چې د پاکستان سترې محکمې د اسيه بي بي خوشې کولو امر وکړ نو پاکستان کې ځينو اسلامي ګوندونو پلويانو پراخ لاريونونه وکړل چې پايله کی د حکومت او تحريک لبيک ګوند ترمينځ هوکړه وشوه ترڅو د يادې ميرمنې دوسيه يو ځل بيا وڅيړل شي او هم پر هغې له پاکستان څخه وتلو بنديز ولګول شي.
د الجزيرې ټلويزيون رپوټ له مخه تيره شپه د پاکستان نظاميانو د ياد تندروه اسلامي ډلې تحريک لبيک مشر خادم حسين رضوي نيولی.
تحريک لبيک د نومبر پر ۲۵ نيټه د پراخ لاريون پر مخ اچولو پلان درلود.
د پاکستان د حکومت وياند ويلي چې د خادم حسين نيول د اسيه بي بي له مسلې سره تړاو نه لري.

د ګارډين ورځپاڼې, د اسټراليا کورنيو چارو وزير پيټر ډاټون ويلي چې خپل حکومت څخه يې غوښتي ول ترڅو د اسيه بي بي ژغورنې برخه کې کار وکړي.
د انګلستان حکومت هم يادې ميرمنې ته د پناه ورکولو وړاندېز کړې وه ولې له څه وخت وروسته خپل له وړانديز څخه پر شا شو.
انګلستان حکومت داسې ويره لرله چې که يادې ميرمنې ته پناه ورکړي نو د مسلمانانو له کلک غبرګون سره به مخ شي.
د اسيه بي بي کورنۍ له ويرې پاکستان کې خپل اوسيدو ځايونه بدلوي او په پټه اوسيږي.

