د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن ويلي چې دا مهال د اسټراليا سفارت به په تل اويو کې وي ولې راتلونکي وخت کې به يې بيت المقدس ته ليږدوي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له خپلې پريکړې دفاع کړې او ويلي دي چې د فلسطين او اسرايلو ترمينځ شخړې هوارې کې به دا ګام ګټور ثابته شي.
بيت المقدس کې د اسټراليا سفارت ليږد لپاره د مناسبه ځای لټون چارې پيل شوي ولې د اسټراليا سفارت ليږد به د فلسطين او اسرايلو ترمينځ سولې هوکړې ورسته بشپړ شي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل چې اسټراليا د فلسطين او اسرايلو ترمينځ دوه جلا هيوادو سولې ملاتړی دی او فلسطين پلازمينه د بيت المقدس ختيځ خواته جوړيدلی شي.
روان کال امريکا بيت المقدس د اسرايلو پلازمينې په توګه رسماً وپيژاند او خپل سفارت يې له تل اويو څخه بيت المقدس ته وليږدوه.
لومړيو کې داسې بريښيده چې اسټراليا به هم د امريکا ورته دريځ خپل کړي هماغه وه چې د اسټراليا کابينې يادې موضوع په اړه ناسته وکړه او لومړي وزير د اسټراليا حکومت دريځ نن په ډاکه کړ.
د اسټراليا د حکومت لدې پريکړې څخه اسټراليا کې ميشتو يهودانو ټولنو هرکلی کړی ولې اسټراليا ته د فلسيطين سفير په ګډون د اسټراليا حکومت مخالف ګوند هم د ياد عمل غندنه کړې او خبرداری يې ورکی چې د اسټراليا حکومت وروستي دريځ څخه به حالات نور هم کړکيچن شي.
