د کورونو برخه: هغه ځوانان کوم چې غواړي خپل لومړنۍ کور واخلي کولای شي چې خپل د عايد له ماليې ورکولو پرته تر ۳۰،۰۰۰ ډالرو لپاره خپل کور پيشکي ته بچت کړي. يادې پيسې دوی کولی شي چې خپل تقاعد حساب کې ټولې کړي.
اسټراليا کې که بهرني پانګه وال کورونو اخيستل غواړي نو حکومت پرې ماليه ډيروې.
روغتيا: د حکومت لخوا پر اسټراليايي ډاکټرانو ميډي کير له لارې پيسې ترلاسه کولو باندې بنديز به له يادو ډاکټرانو څخه راتلونکو څو کلونو لپاره لرې شي.
حکومت ويلي چې دوی به د معلولو کسانو ملي بيمې پروګرام څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي او ورسره به مرسته کوي.
زيربناوې: اسټراليايي حکومت په پام کې لري ترڅو خپلې بوديجې ۷۵ ميليارد راتلونکو لسو کلونو لپاره په زيربناوو ولګوي او هم ياد پلان کې د سيدني ښار دويم هوايي ډګر جوړيدو پلان شامله ده.
د اسټراليا پر لويو بانکو ماليه ډيرول: حکومت اعلان وکړ چې د اسټراليا لوی بانکونه به راتلونکو ۴ کلونو لپاره ۶.۲ ميليارد ډالر حکومت ته پيسې ورکوي.
هوساينې پيسې: حکومت اعلان وکړ چې هغه کسان به سخت جريمه کړي کوم چې له حکومت څخه بي کاری لپاره پيسې اخلي ولې کار مرکو لپاره نه حاضر کيږي.
که چيرې درې ځل تاسې کاري مرکې يا سينټرلينک ملاقات لپاره حاضر نه شوی ستاسو پيسې ۱ مياشت لپاره بنديږي.
بله خوا هغه کسان کوم چې مخدره توکي کاروي او عين وخت کې حکومتي مرسته هم ترلاسه کوي، حکومت وايي چې که چيرې دوی کاري مرکو ته مخدره توکو کارونې له وجې نه حاضر کيږي نو حکومت به يې معاينه کوي که پرې دا ثابته شي حکومت پرې خپلې مرستې بندوي.
ياده بوديجه اصل کې د ۲۰۱۴ کال هغو پرې شوو پيسو بيرته را بر سيره کول ول کوم چې حکومت له بيلابيلو ځايو کمې کړې وې. او هم حکومت دا ادعا کوي چې د اسټراليا بوديجه به په کال ۲۰۲۱ کې له کسر څخه لرې شي.

