Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا حکومت کډوالو پر وړاندې ماتې وخوړه

د اسټراليا پارلمان هغه قانون تصويب کړ د کوم له مخه چې بيمار کډوال او پناه غوښتونکي له نارو او مانوس ايليند څخه اسټراليا ته درملني لپاره راوستل کيږي.

Scott Morrison urged senators to vote the motion down.Scott Morrison urged  parliament to reject the medical transfers bill.
Scott Morrison urged parliament to reject the medical transfers bill. Source: AAP

دا قانون داسې مهال د اسټراليا پارلمان ته د يو خپلواکې پارلمان وکيلې لخوا تصويب لپاره وړاندې شو چې د اسټراليا حکومت ددې قانون مخالفت کاوه او د تصويب مخه يې نيوله.

د نوي قانون له مخه به دوه ډاکټران د بيمار کډوال حالت معلوموي او له هغې وروسته به يې اسټراليا ته درملنې لپاره راولي.

د اسټراليا حکومت مخالف ګوند يا ليبر او هم ګرين ګوند د نوي قانون حق کې رای ورکړه او اکثريت سره له پارلمان څخه تصويب شو.

دا حکومت لپاره يوه ستره ماتې ګڼل کيږي ځکه حکومت دا مهال پارلمان کې اکثريت نه لري.

سره لدې چې دا قانون مخکې د سنا مجلس لخوا تصيوب شوی ولې اوس بيا هم دې ته اړتيا ده ترڅو يو ځل بيا سنا مجلس ته تصويب لپاره وړاندې شي او سنا مجلس يې تصويبوي.

حکومت وايي نوي قانون رامينځته کيدو سره به يو ځل بيا انساني قاچاقبر بيړيو سره کډوال اسټراليا ته راولي ولې ليبر ګوند وايي چې د اسټراليا سرحدونو ساتنې نوو قوانينو کې به بدلون نه راولي او اسټراليا اوبو ته رسيدو سره به د پناه غوښتونکو بيړۍ بيرته تاوې شي.

د نوي قانون له مخه د اسټراليا مهاجرت وزير مسوليت لري ترڅو ۷۲ ساعتو کې دننه د يو بيمار کډوال اسټراليا ته راوستل تصويب يا رد کړي او د کډوال ردول بايد د هغه جريمې سابقې له مخه وشي او دا بايد د اسټراليا ملي ګټو ته په کتو ترسره شي.

د اسټراليا حکومت لپاره چې پارلمان کې يې اکثريت له لاسه ورکړی دا د يو سترې ماتې په نظر کتل کيږي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now