Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا هر يو ښار به د ريکارډ په کچه ګرمه هوا تجربه کوي

د اسټراليا هوا پيژندنې ادارې معلوماتو له مخه د اسټراليا ټول ښارونه به راتلونکو ورځو کې ګرمې ورځې او شپې ولري.

heatwave_aap_1.jpg
Source: AAP

د يادې ادارې معلوماتو له مخه د اسټراليا جنوبي ښار به تر نورو ډيرې ګرمې ورځې ولري او ځينو سيمو کې به پرلپسې د تودوخې لوړه درجه له ۴۰ سانتي ګريد څخه لوړه وي.

توده هوا د اسټراليا لويديځ ايالت څخه نورو ټولو لويو ښارونو ته په لار ده او له نن ورځ څخه نيولې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د اسټراليا ټول لوی ښارونه د ګرمې هوا تجربه کوي.

جنوبي اسټراليا کې داسې ګرمې ورځې په پينځو يا لسو کلونو کې تجربه کيږي ولې روانه اونۍ کې به لومړي ځل لپاره پرلپسې ياد ايالت د ګرمو ورځو شاهد وي.

ملبورن ښار کې به هوا ۳۰ سانتي ګريد شاوخوا وي او هم شپې لخوا به هوا ګرمه وي ولې د سيدني ښار لويديځه برخه به پرلپسې راتلونکو څو ورځو لپاره هوا ۴۰ سانتي ګريد وي.

 

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now