Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا لوبډلمشر: له افغانستان سره لوبه عادي نه ګڼو، افغان لو‌بډله خطرناکه ده

د ۲۰۱۹ کال کريکټ جام کې به نن د استراليا او افغانستان کريکټ لو‌بډلو ترمينځ لومړی لوبه ترسره شي.

Afghanistan celebrates warmup win with pride and gunfire
(Reuters) Source: Reuters
Finch
Aaron Finch says Australia's optimum World Cup line-up is far from settled for their title defence. (AAP) Source: AAP

افغانستان لوبډلې نوو لوبغاړو او په وروستيو کې سترو لاسته راوړنو د نړۍ پياوړې لوبډلې اړ کړي ترڅو له افغان لوبډلې څخه ويره ولري او پوره ځواک سره د نوموړې لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

د افغانستان سپين يا ورو توپ اچوونکي د ډيرو کريکټ پوهانو په اند کولی شي چې د نړۍ پياوړو لوبډلو ته سر خوږی جوړ کړي.

د اسټراليا د کريکټ لوبډلمشر ارون فينچ وايي د اسټراليا لوبډله دا اټکل نشي کولی چې لکه ۲۰۱۵ کال لوبې په شان به نن ورځ هم ورته پايلې ولري.

۲۰۱۵ کال نريوال جام کې د اسټراليا او افغانستان ترمينځ لوبه اسټراليا له ستر توپير سره وګټله.

د نړيوال جام تاريخ کې لومړي ځل لپاره اسټراليا افغانستان ته په ۲۷۵ منډو ماتې ورکړه چې ياد توپير نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

ولې له هغه وخت څخه اوس څلور کاله تير شوي او افغان لوبډله ددې توان لري ترڅو د نړۍ تکړه لوبډلې خپه کړي.

د افغانستان راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمن او حضرت ځاځي د پاکستان پر وړاندې په تمريناتي لوبه کې ځليدل اسټراليا لپاره ګواښ ګڼل کيږي.

د اسټراليا لوبډلمشر ارون فينچ وايي" افغان لوبډله اوسمهال د نړۍ په سطحه يوه معياري لوبډله ده".

 

ارون فينچ وايي، افغان لوبډله ډيره خطرناکه ده.

محمد نبي وايي، د اسټراليا او افغانستان ترمينځ ننۍ لوبه به د تيرو نړيوالو جامو لوبو پر پرته توپير ولري.

ښاغلی وايي، " افغان لوبډله تيرو څو کلونو راهيسې يې ډير پرمختګ کړی".

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now