Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا لومړي وزير کډوالو ته خبرداری ورکړ

د اسټراليا لومړي وزير کډوالو ته د جرمونو ترسره کولو لپاره خبرداری ورکړ.

Mohammad Hassan Al Bayati
Mohammad Hassan Al Bayati Source: Supplied

لومړي وزير دا خبرداری له هغه وروسته ورکړ چې له عراق څخه اسټراليا ته راغلي يو کډوال چې اسټراليايي حکومت ورته د کډوالۍ دايمي ويزه ورکړې وه له يو ماشوم سره جنسي زورزياتي باندې محکوم شو او د نوي قانون له مخه ياد کس بيرته عراق ته ليږل کيږي.

محمد حسن البياتي چې عراق کې زيږيدلی په کال ۲۰۱۱ کې د اوبو له لارې په کښتۍ کې اسټراليا ته راغلی او د پناه غوښتنه يې کړې.

البياتي ته د اسټراليا د کډوالۍ دايمي ويزه ورکړل شوې وه او نوموړي د امنيتي ګارډ په توګه سيدني ښار په هومبوش مارکيټ کې دنده ترسره کوله.

البياتي په کال ۲۰۱۶ کې يوه وړه انجلی چې له خپلې مور سره يې ياد مارکيټ کې خريداري کوله د مور لخوا يې د لوبو ځای کې پريښودل شوې وه جنسي زورزياتی وکړ.

البياتي چې د امنيتي ګارډ په توګه يې دنده ترسره کوله په ويډيويي کمرو کې ليدل کيږي چې ياده ۳ کلنه انجلی له لوبو ځای څخه داسې يو ځای ته بيايي کوم چې د لګول شوو کمرو لخوا نه څارل کيده او بيا هلته له يادې انجلۍ سره جنسي زورزياتی کوي.

د ياد کډوال دې عمل ټول اسټراليا کې د کډوالو پر وړاندې تند غبرګونونه راوپارول.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن خبرداری ورکړ چې که اسټراليا ته راغلي کډوال کوم جرم ترسره کړي نو هغوی بيرته خپلو هيوادو ته استول کيږي.

اسټراليايي حکومت د نوي قانون له مخه د ياد کډوال کډوالۍ ويزه لغوه کړه او ياد کس بيرته عراق ته ليږل کيږي.

د نوي قانون له مخه اسټراليا کې هر بهرني کس چې لوی جرم ترسره کړي هغوی له اسټراليا څخه ايستل کيږي.

لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، " دا يو ځورونکی جرم دی او ياد کس اسټراليا کې نور هيڅ نه لري".

Mohammad Hassan Al Bayati leaves the Downing Centre Local Courts in Sydney
Mohammad Hassan Al Bayati leaves the Downing Centre Local Courts in Sydney Source: AAP

حکومت نوي قانون له مخه د بهرنيو مجرمينو بيرته خپلو هيوادو ته د ليږلو خبر کړی ولې که کوم کس اسټراليا ته راځي او بيا پناه اخلي او خپل هيواد کې له ځورونې او يا ژوند خطر څخه تښتي نو سوال دا پيدا کيږي چې داسې کسان به څنګه بيرته هغو ځايو ته ليږل کيږي له کوم څخه چې تښتيدلي وي؟

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي چې هيڅ وجه نشي کولی چې ياد کس له ډيپورټ کولو څخه وژغوري، لومړي وزير پر ليبر ګوند تور پورې کړ او وايي،" د ليبر ګوند حکومت دوران کې زرګونه کسان د کښتيو له لارې اسټراليا ته راغلل او پناه يې واخيستله."

لومړی وزير وايي چې اسټراليا کې کډوالۍ ويزو سره چې کوم کسان ژوند کوي او بيا لوی جرم ترسره کوي د هغوی ويزې لغوه کيږي او بيرته ليږل کيږي.

د ښاغلي په وينا د کډوالۍ ويزه تاسو ته ضمانت نه درکوي چې جرم کولو وروسته به تاسې اسټراليا کې پاتې کيږۍ.

۲۰۱۴ کال راهيسې ۴۰۰۰ کسان چې اسټراليايي ويزې يې لرلې او اسټراليا کې پر جرمونو محکوم شوي ياد کسان بيرته خپلو هيوادو ته استول شوي.

که کوم کډوال او يا هر هغه کس چې اسټراليا کې د اوسيدو ويزه ولري او پر ۱۲ مياشتو زندان محکومه شي ياد کس حکومت کولی شي له اسټراليا څخه بهر کړي.

عراقي کډوال البياتي ياد جرم ترسره کولو لپاره په څلور نيم کلونو بند محکومه شوی.

محمد حسن البياتي به اسټراليايي زندان کې دوه نيم کاله تيروي مخکې لدې چې له اسټراليا څخه وويستل شي.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now