ياد بريد کې يو افغان تبعه هارون خالد عثماني چې د امنيتي ګارډ په توګه يې دنده ترسره کوله وژل شوی.
پوليس وايي، يو موټر چې ګومان کېږي تښتول شوې وه ياد بريد کې کارول شوی او موټر کې سپرو کسانو يو نايټ کلب مخې ته پر ولاړو کسانو بريد کړی.
پوليسو د يادې پيښې پلټنه پيل کړې او وايي چې د بريدګرو تر نيولو به د پوليسو پلټنه روانه وي.
ياد بريد کې پينځه نور کسان چې د بريد ځای کې ولاړ ول ټپيان شوي.
هارون چې کوچنيوالي کې اسټراليا ته کډوال شوې وه ۳۷ کاله عمر دلود او د ډيرو دوستانو په وينا يو زړه سوانده او پر نورو مهربان کس وه.
د هارون فاتحې مراسمو لپاره انلاين له لارې د مرستو ټولولو غوښتنه شوې چې تر دې دمه نږدې ۸ زره ډالرو پيسو مرسته ټوله شوې.
هارون خالد عثماني په يو نايټ کلب کې د امنيتي ګارډ په توګه کار کاوه او د يکشنبې سهار نا معلومو کسانو په ډزو وواژه.

