د اسټراليا ملبورن ښار مهاجرت توقيف ځای کې يو افغان ځوان مړ شوی

اسټراليا کې يو بل افغان ځوان ومړ.

Melbourne Immigration Transit Accommodation

اقامتگاه ترانزیتی مهاجرت ملبورن Source: SBS

۲۳ کلن افغان ځوان د اسټراليا ملبورن ښار د مهاجرت ترانزيت اوسيدو مرکز کې مړ شوی.

د ويکټوريا ايالت پوليسو د ياد افغان ځوان مړينې پخلی کړی او د پوليسو په وينا د ياد افغان وژنه شکمنه نده او په اړه يې خپل رپوټ وړاندې کوي.

ويل کيږي چې مړ شوی ځوان په ۲۰۱۳ کال کې د کډوال په توګه اسټراليا ته راغلی وه او راتګ وخت کې يې عمر له ۱۸ کلونو لږ وه او ماشومانو توقيف ځای کې ساتل کيده.

د مړ شوي ځوان ملګرو ويلي چي دوی له کوټې بهر د غورځيدو لوړ غږ واوريد او کله چې بهر ووتل نو ياد ځوان يې وليد چې په مخ پر ځمکه پروت وه.

د اسټراليا مهاجرت ادارې هم د ياد افغان ځوان مړينه تائيد کړی.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now