د اسټراليا فدرال پارلمان لپاره پرون د مې مياشت په ۱۸ نيټه ټاکنې ترسره شوې.
يادو ټاکنو لپاره د اسټراليا لويو سياسي ګوندونو ترڅنګ واړه ګوندونو هم په پراخه کچه برخه اخيستې وه.
د ا ټاکنې ډيره کې د دوو لويو سياسي ګوندونو هر يو د ليبرال او نيشنل ايتلاف ګوند او د ليبر ګوند ترمينځ ترسره شوې.
د اسټراليا حکومت د ليبرال او نيشنل ايتلافي ګوند په واک کې وه او د دريمې دورې لپاره او اوسني حکومت پر حال ساتلو لپاره يې ټاکنيزه مبارزه وکړه. .
د ليبرال او نيشنل ايتلافي ګوند په مينځ کې اختلافات دومره حد ته ډير ول چې د ياد ګوند واک ته رسيدو وروسته درې وارې د ګوند مشرتابه کې بدلون راغئ يعنې نوي لومړي وزيران وټاکل شول.
د ليبر ګوند همدا اختلافات او د حکومت ځينو پاليسيو خلاف پراخ کمپاينونه پيل کړل ترڅو فدرالي ټاکنې وګټي.
د ايتلافي ګوند حکومت له پيل څخه تر د ټاکنو ورځ پورې اسټراليا کې ترسره شوو ټول پوښتنو کې د ليبر ګوند پر وړاندې تل له ماتې سره مخ وه او د ليبر ګوند يې بريالی ګڼه يا په بله معنی د ليبر ګوند ملاتړي ورځ تر بلې ډيريدل.
پرون د ټاکنو ورځ شوه او له تمې سره سم ډيرو دا انګيرنه کوله چې د ټاکنو پايلې معلومه دي يعنې د ليبر ګوند به ټاکنې اکثريت سره ګټي او حکومت به جوړوي.
د اسټراليا فدرالي ټاکنو کې ۱۶ ميليونو اسټراليايانو برخه واخيسته او ۷۰۰۰ رايو مرکزو کې يې رايې واچولې.
اسټراليا کې له معمول سره سم پرون د ټاکنو ورځ پای سره سم د رايو شميرل پيل شول او ايالت په ايالت او د هرې څوکۍ نتايچ په ژوندۍ بڼه خپريدل.
د اسټراليا پارلمان ټولو ۱۵۱ څوکيو لپاره او د سنا مجلس ۴۰ څوکيو لپاره ټاکنې ترسره شوې.
د اسټراليا سياسي ګوندونو بايد له ۱۵۱ څوکيو څخه ۷۶ ګټلو سره کولی شو چې اکثريت سره حکومت جوړ کړي.
د اسټراليا ليبرال او نيشل ګوندونو ايتلاف چې واکمن ګوند دی وتوانيده چې ۷۴ څوکۍ خپلې کړي.
د ليبر ګوند ۶۶ څوکۍ وګټلې او نورو خپلواکو نوماندانو بيا ۶ د پارلمان څوکۍ وګټلې.
د ليبرال او نيشنل ګوندونو ايتلاف اقليت سره پرونۍ ورځې ټاکنو ګټونکي اعلان شول او د ليبر ګوند له سترې او له تمې لرې ماتې سره مخ شو.
د ليبر ګوند مشر بيل شورټن له ماتې وروسته خپلو ملاتړو په مينځ کې وينا وکړه او ماتې ومنله او د ليبر ګوند مشرۍ څخه يې د استعفا اعلان وکړ.

بله خوا د ليبرال ګوند مشر سکاټ موريسن چې پرونۍ ټاکنې يې وګټلې خپل ملاتړو ترمينځ د بريا لمانځ غونډې دوران کې وويل، زه په معجزو باور لرم او دا برۍ لکه د معجزې په شان دی.
ښاغلي لومړي وزير له هغو رای ورکوونکو څخه مننه وکړه کوم چې خاموشه ول معنی داچې ټولپوښتنو کې يې ډيره کې برخه نده اخيستي کومو چې واکمن ګوند يې تل کمزورۍ ښوده.

د اسټراليا پخواني لومړي وزير ټوني ابوټ خپله څوکۍ له شاخوا ۲۵ کلونو وروسته لومړي ځل لپاره يوې خپلواکې نوماندې ته وبايله.
د ليبر ګوند مشرۍ لپاره د ياد ګوند مرستياله تانيا پليبرسک او ګوند غړي انتوني البانيز ترمينځ ګوند کې دننه ټاکنې ترسره کيږي.
بله خوا د اسټراليا يونايټډ پارټي چې مشري يې کلايف پارمر کوي او پر فدرالي ټاکنو کمپاين يې ۶۰ ميليونه ډالر ولګول ونه توانيده چې حتی يوه څوکۍ هم وګټي.
د مهاجرو او مسلمانانو خلاف دريځ لرونکی سناتور فريزر انينګس هم ونه توانيده ترڅو خپله څوکۍ وګټي.
ون نيشن ګوند او يونايټد اسټراليا پارتي دواړو هيڅ د پارلمان کومه څوکۍ ونه ګټله ولې دواړو ګوندونو د ليبرال او نيشنل ګوند ايتلاف قدرت ته ورساوه.

